د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې د جګړو شدت؛ '۳۰ زره کورنۍ' کابل ته کډوالې شوي


د افغانستان له شمالي ولایتونو د جګړې له امله کابل ته یو شمېر رابې‌ځایه شوې کورنۍ
د افغانستان له شمالي ولایتونو د جګړې له امله کابل ته یو شمېر رابې‌ځایه شوې کورنۍ

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د افغانستان دولت وزیر وايي چې تر اوسه د جګړې له امله ۳۰ زره کورنۍ کابل ته کډوالې شوي او ورځ تر بلې په دغه کچه کې زیاتوالی راځي.

غلام بهاءالدین جیلاني زیاتوي چې بې‌ځایه شوي، لومړنیو مرستو او سرپناه ته اړتیا لري او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

ښاغلي جیلاني نن سې شنبه «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۹» کابل کې خبریالانو ته وویل چې تر راتلونکې یوې اوونۍ به د جګړو له امله بې‌ځایه شویو ته په کابل کې یو کمپ جوړ کړي او ورسره به د خوراکي او نورو توکو مرسته وکړي.

ښاغلی جیلاني زیاتوي: "موږ به تر راتلونکې یوې اوونۍ ۵،۰۰۰ بې‌ځایه شویو ته خېمه چمتو کړو او په پام کې لرو چې بې‌ځایه شویو ته یو کمپ جوړ کړو، له نړیوالې ټولنې مو غوښتنه دا ده چې د خوراکي او نورو توکو په برخه کې له موږ مرسته درېغ نه‌کړي."

کابل ته د کندز او تخار یو شمېر بې‌ځایه شوي اوسېدونکي چې د خوراکي توکو د ترلاسه کولو هڅه کوي.
کابل ته د کندز او تخار یو شمېر بې‌ځایه شوي اوسېدونکي چې د خوراکي توکو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

د افغانستان د امنیتي بنسټونو په وینا دمګړۍ په ۲۰ ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي چې هره ورځ د ځینو ولایتونو بېلابېلې سیمې د دواړو خواو ترمنځ لاس په لاس کېږي.

کابل ته له ځینو دغو ولایتونو بې‌ځایه شوې کورنۍ وايي چې یوازې د غاړو په کالیو کې د جګړو له وېرې له خپلو کورونو راوتلي دي.

له هلمنده تر کندز، شبرغان او نورو ولایتونو د جګړو له امله بې‌ځایه شوي ماشومان او ښځې تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي او مرستو ته سترګې په لاره دي.

د تخار له جګړې راکډه شوې مېرمن لیلما وايي، خاوند یې پولیس دی او د جګړې په لومړۍ لیکه کې جګړه کوي، نوموړې له خسر او خپلو ماشومانو سره کابل ته راکډواله شوې ده.

دا وايي: "په سره لمر کې له ماشومانو سره له تخاره کندز ته ولاړم، هلته هم جګړې وې بیا کابل ته راغلو، له ځان سره مو هېڅ څه نه‌دي راوړي، خاوند مې پولیس دی، د ورسج جګړې ټه ولاړ ماشومان مې وږي وو، یوه حوېلۍ مو درلوده طالبانو بریدونه وکړل، ډېر ځوانان‌یې راته ووژل."

نوموړې وايي چې د کورنۍ څو تنه غړي یې د تخار ولایت په جګړه کې بند پاتې دي.

د افغانستان له شمالي ولایتونو د جګړې له امله کابل ته یو شمېر رابې‌ځایه شوې کورنۍ
د افغانستان له شمالي ولایتونو د جګړې له امله کابل ته یو شمېر رابې‌ځایه شوې کورنۍ

د هلمند له جګړې رابې‌ځایه شوی عبداللطیف وايي، څو ورځې کېږي چې له ماشومانو سره‌یې کابل ته پناه راوړې چې شپې او ورځې له اوبو او ډوډۍ پرته تېروي.

عبداللطیف وویل: "کډوال شوو، طالبانو په زور له کورونو وویستو، زموږ کور په لښګرګاه کې دی، د سنګر په توګه ورنه استفاده کېږي، زموږ ډېری کورنۍ هلته په جګړه کې پاتې دي."

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر له افغانستان د خپلو ځواکونو د بشپړ وتلو اعلان وکړ، په افغانستان کې د طالبانو جګړو وزو واخیست.

د څو میاشتو وروستۍ جګړې چې ساری نه‌لري، له نظامیانو سره خوا کې ملیکانو ته هم مرګ‌ژوبله اړولې ده.

یادو جګړو د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو بنسټونو غبرګون له ځان سره درلود.

په داسې حال کې چې طالبانو په جګړو کې ملکیانو ته اوښتې مرګ‌ژوبله نه‌مني، خو افغان چارواکي وايي چې په جګړه کې ملکیان وژل شوي او کورونه‌یې چور او چپاول شوي دي.

کابل ته کډوال شوي وايي، دوی ځکه خپل کورونه پرېښي چې طالبانو ورنه د جګړې د سنګر په توګه ګټه اخیسته، دا ادعا څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یو غږیز پیغام کې له ازادي راډيو سره په خبرو کې رد کړې وه.

د افغانستان له شمالي ولایتونو د جګړې له امله کابل ته یوه رابې‌ځایه شوې کورنۍ
د افغانستان له شمالي ولایتونو د جګړې له امله کابل ته یوه رابې‌ځایه شوې کورنۍ

په ورته وخت کې، د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو دوو میاشتو کې د جګړو له امله شپږ لکه کسان بې‌ځایه شوي دي.

د دغه وزارت د چارواکو په خبره تر اوسه له دې ډلې ۵۳ زره کسانو لومړنۍ مرستې ترلاسه کړې دي.

XS
SM
MD
LG