د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

هلمند کې د جګړو له امله تازه بې‌ځایه شوې کورنۍ: ګرمې هوا مو ماشومان وژلي


هلمند کې د جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ
هلمند کې د جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ

په هلمند کې د جګړو له امله تازه بې‌ځایه شوې کورنۍ وايي ګرمې هوا یې ماشومان وژلي، حکومت دې د سرپناه ستونزه ورحل کړي.

د لښګرګاه ښار د لومړۍ حوزې اړوند په یوه تازه جوړ شوي مارکېټ کې لسګونه کورنۍ ځای پر ځای شوي او د خپل ستړي ژوند شپې سبا کوي.

دغه مارکېټ چې یوازې خالي دکانونه لري د ژوند کولو هېڅ ډول اسانتیاوې نه‌لري.

په مارکېټ کې د بې‌ځایه شویو شمېر شااوخوا ۱۰۰ کورنۍ کېږي چې د خوراک او څښاک د ستونزې ترڅنګ ماشومان‌یې د ګرمې هوا څخه کړېږي.

ولي جان یو له دغه کډوالو دی چې تازه‌یې د کورنۍ یو ماشوم د ګرمې هوا په وجه مړ شوی دی.

دی وايي: "داسې ژوند تېرېږي چې وړمه ورځ زموږ یو خوریې د ګرمۍ دلاسه مړ شو، دغه شفاخانه ده معلومات‌یې هم کولای شئ، دلته ډېره سخته ګرمي ده، ژوند مو بېخي د زلالت دی."

هلمند کې بې‌ځایه شوې کورنۍ چې په دکانونو کې دېره شوي دي.
هلمند کې بې‌ځایه شوې کورنۍ چې په دکانونو کې دېره شوي دي.

تاج بي بي چې د پنځو ماشومانو مور او د خپلې کورنۍ سرپرسته ده. د هغې لپاره د سرپناه ستونزه جدي ده، خو هیله‌یې د روانې جګړې ختمېدل دي.

تاج بي بي وايي: "په دې ګرمۍ کې په دې توره شپه کې ته وګوره مومنان مو پاخه شوه، موږ هر شي ته ضرورت لرو، تاسو ګورئ چې موږ په داسې ځای کې ژوند کوو، د دې مومنانو به څنګه ګوزاره وي، ګوزاره مو ډېره سخته ده، د جګړې دواړه طرفونه د یوې کلمې وړونه دي، د یوه دین وړونه دي، نو چې خدای یې په منځ کې بې‌اتفاقي راوستلې ده، نو د خدای سره خو د هېڅ‌چا زور نه‌شته موږ غواړو چې خدای پاک‌یې سوله په منځ کې راولي."

په عین وخت کې د هلمند د کډوالو چارو رئیس سید محمد رامین د بې‌ځایه شویو کورنیو دغه ستونزې مني او وايي چې دولت د کډوالو د سرپناه لپاره امکانات په واک کې نه‌لري، نو ډېری کورنۍ په مارکېټونو او دکانونو کې ځای پر ځای شوي او له خېمو پرته د سرپناه په برخه کې کومه بله همکاري نه‌ده ورسره شوې.

د رامین په خبره د ځینو خیریه بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کوي ترڅو د دې کډوالو لپاره د سولري برېښنا په مرسته د هوا د یخولو لپاره د کولرانو سیستم فعال کړي.

نوموړی په وروستیو دوه میاشتو کې د دغه بې‌ځایه شویو کورنیو شمير ۵،۰۰۰ یادوي.

هلمند کې د جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ
هلمند کې د جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ

ښاغلی رامین زیاتوي: "لښکرګاه ته د ۵ زره کورنیو په شااوخواکې بې‌ځایه شوي راغلي دي، ۵ زره کورنۍ د نورو خلکو په کورونو کې نه‌ځایېږي، نو ځکه په دا نویو مارکېټونو او نوو دکانونو کې ځای پر ځای شوي او یا هغه کسانو ته چې موږ خېمې وېشتلي، تر خېمو لاندي ژوند کوي، دا حقیقت دی چې ګرمي ده تر خېمې لاندې ژوند ډېر مشکل دی، که چېرې دولت کمپ هم جوړ کړي، د خېمو څخه‌يې جوړوي ځکه له خېمو پرته دولت نور امکانات نه‌لري، د نړیوال او داخلي مؤسساتو څخه مو غوښتنه کړې ده که دوی د دا ګرمۍ په خاطر د کولر زمینه برابره کړي ډېر به ښه وي، کم تر کمه د ګرمۍ مشکلات به حل شي."

د هلمند د کډوالو چارو ریاست په وینا په دغه ولایت کې د روانو جګړو له امله په تېر یوه کال کې د ټولو بې‌ځایه شویو کورنیو شمېر ۴۱ زره ته رسېږي چې لاهم خپلو سیمو ته نه‌دي ستانه شوي.

XS
SM
MD
LG