د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

کابل کې د هلمندیانو غونډه؛ 'افغانان باید د ګډ دښمن پر وړاندې ودرېږي'


ارشیف، د هلمند اوسېدونکو اعتراضیه غونډه. انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، د هلمند اوسېدونکو اعتراضیه غونډه. انځور تزئیني بڼه لري.

د هلمند ولایت بې‌ځایه شویو، قومي مشرانو او استازو په کابل کې په یوې غونډه کې د ملي اردو له ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.

دوی غواړي چې دولت دې ملي اردو لا تجهیز او سمبال کړي.

دوی وايي، د طالبانو له مخونو پرده پورته شوې او نور نه‌شي کولای د ځوانانو له احساساتو ناوړه استفاده وکړي، خو طالبان دغه ادعاګانې ردوي.

دوی د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۸» وویل، نور غلي نه‌پاتې کېږي او د دوی په خبره د طالبانو له ظلمه‌یې غږ پورته کړ.

د دغې غونډې تنظیموونکي ادعا کوي چې طالبانو حتی پر ماشومانو هم رحم نه‌دی کړی.

د دوی له ډلې مسعود چوپان ازادي رادیو ته وویل، طالبان د خلکو له کورونو نه د مورچل په توګه کار اخلي: "د نننۍ غونډې هدف دغه ناروا جنګ ته نه ویل دي، د دغه جنګ پر وړاندې باید چوپتیا ماته شي، افغانان باید د ګډ دښمن پر وړاندې ودرېږي، د هلمند او نورو ولایتونو ناورین باید پای ته ورسېږي او د خلکو له کورونو نه د سنګر په توګه کار اخیستل باید ودرېږي."

ارشیف، هلمند کې د جګړو له امله د بې‌ځایه شویو کورنیو کډې
ارشیف، هلمند کې د جګړو له امله د بې‌ځایه شویو کورنیو کډې

دوی وايي، دولت باید د ځواکونو د روحیې د لوړولو په هدف د دوی میاشتني حقوق لوړ کړي او د جګړي ډګر ته دې تجهیزات او اکمالات پر وخت ورورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې په هلمند کې جګړه روانه ده او د ملکیانو د تلفاتو په اړه کره معلومات نه‌دي وړاندې شوي.

د غونډې ګډونوال وايي، په دغو جګړو کې په لسګونه ملکي کسان وژل شوي دي، د هلمند د خلکو د استازو د غونډې ګډونوال دا هم وايي، د هلمند د وروستۍ جګړې ډېری قربانیان ملکي کسان په تېره ماشومان دي.

د غونډې بل ګډونوال محمد شریف علي‌زی وايي: "موږ نوره خپله چوپتیا ماتوو، موږ پرون بنرونه چاپول، داسې تصویر په‌کې نه‌و چې زړه بوږنوونکی نه‌وي، عسکونه ټکان ورکوونکي او دردناکه ول، په هلمند کې روانې جګړې ناورین رامنځته کړی، دا د پردیو استخباراتي جنګ دی، له بله ځایه پلان شوی، خلک باید نور له مظلومیته ووځي او سکوت مات کړي، که نه نو جنازې به‌یې پورته شي، موږ باید یو شو او حرکت وکړو."

هلمند کلونه کېږي چې د زورورو جګړو شاهد دی، خو په وروستیو ۲۰ ورځو کې، د طالبانو حملو په سلګونه کسان د دوی له سیمو بې‌ځایه کړي دي.

د هلمند اوسېدونکی نصیب‌الله داوري وايي: "د هلمندیانو وضعیت ډېر خراب دی، په ښار کې جنګ روان دی، ډېرې برخې سقوط شوي، دکانونه تالا شول، هوایي ځواکونه دې مرسته وکړي. تر اوسه چې موږ خبر اخیستی، اوضاع ډېره خرابه ده."

هلمند کې د جګړې له امله ویجاړۍ
هلمند کې د جګړې له امله ویجاړۍ

د غونډې تنظیموونکو وویل، د هلمند له جګړې بې‌ځایه شویو د کابل واټونو ته مخه کړې ده، نه خوراکي مواد لري او نه نور څه. دوی له دولته مرسته غواړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په دې اړه د ازادي راډیو اړیکو ته ځواب ورنه‌کړ، خو طالبان د دغې غونډې د ګډونوالو ادعا ردوي، د دوی ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي رادیو ته وویل، افغان امنیتي ځواکونه د خلکو له کورونو نه د مورچل په توګه کار اخلي.

خو دا ادعا بیا امنیتي ځواکونه هم ردوي.

XS
SM
MD
LG