د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

دوحې ته د افغان پلاوي سفر؛ عبدالله عبدالله وايي پلاوی ټول‌شموله او با صلاحیته دی


د افغانستان د مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ افغان پلاوی
د افغانستان د مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ افغان پلاوی

د افغانستان د مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ افغان پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ.

د پلاوي له سفره وړاندې ښاغلي عبدالله د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۵» د کابل په حامد کرزي هوایي ډګر کې رسنیو ته وویل چې دغه پلاوی ټول‌شموله دی او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له لوري له پوره صلاحیت سره دوحې ته ځي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ په دې پلاوي کې سیاسي او جهادي مشر کریم خلیلي، د بلخ پخوانی والي او د جمعیت اسلامي ګوند د جلا شوې ډلې مشر عطا محمد نور، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید منصور سعادت نادري او د افغانستان سولې د مذاکراتي ټیم غړی باتور دوستم شامل دي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې د مېرمنو په ګډون یو شمېر نور کسان هم د دغه پلاوي غړي دي، خو نومونه‌یې وانه‌خیستل.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

ښاغلی عبدالله وايي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت په استازولۍ دا پلاوی له بشپړ صلاحیت سره ځي، ښاغلي کرزي صاحب هم له دې پلاوي ملاتړ کړی دی، د پلاوي ترکیب یوازې دا نه‌دی، بلکې یو شمېر مېرمنې او دیني عالمان هم د دې پلاوي غړي دي چې موږ یې په استازولۍ خبرې وکړې."

ښاغلي عبدالله وویل، په تېرو څلورو لسیزو کې د جګړو له امله زرګونه افغانانو ته زیان رسېدلی او اړتیا ده چې د جګړې په اوسني اوج کې دا پلاوی دوحې ته لاړ شي او له مقابل اړخ سره د جګړې د پای ته رسېدو په هدف د سولې خبرې وکړي.

نوموړي هیله وښوده چې د دغه پلاوي سفر به ښې پایلې ولري.

ټاکل شوې وه چې پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی هم د دغه پلاوي په ترکیب کې دوحې ته ولاړ شي، خو نوموړي د نامعلومو دلایلو له امله له دې سفره ډډه وکړه، خو د کابل په هوایي ډګر کې یې له یاد پلاوي ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان مخکېنی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان مخکېنی ولسمشر حامد کرزی

ښاغلي کرزي هم وویل چې دا پلاوی پیاوړی او باصلاحیته دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د تېرې چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې ناستې ته ویلي و چې ډېر ژر به د سولې جدي خبرې اترې پیل شي.

په ورته وخت کې طالبانو دوحې ته د دغه پلاوي د سفر هرکلی کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم دوه ورځې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي و چې د سولې خبرې بیا پیل شوي او که هر څوک د ستونزې د حل په هدف د خبرو لپاره دوحې ته ورشي، دوی خبرو کولو ته تیار دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

دا پلاوی داسې مهال دوحې ته سفر کوي چې له تېرو دوه میاشتو راهیسې په افغانستان کې جنګ جګړو تر بل هر وخت زور اخیستی او له بېلابېلو ولایتونو نه هره ورځ د پراخو جګړو او دواړو اړخونو ته د مرګ‌ژوبلې د اوښتو خبرونه ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG