د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

افغانستان او سیمې ته د خلیلزاد سفر؛ د افغانانو د 'کړاو د پای ته رسولو' هڅه کېږي


د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

په افغانستان کې د جګړو په زیاتوالي او د سولې خبرو په درېدو سره د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان او د سیمې هېوادونو ته خپل سفر بیا پیل کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ښاغلی خلیلزاد به منځنۍ اسیا او منځني ختیځ هېوادونو ته هم سفر وکړي او د فعالې ډیپلوماسۍ په کارولو سره به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره کار وکړي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ ناوخته په یوه اعلامیه کې زیاته کړه چې په افغانستان کې په سوله‌ییز ډول د تاوتریخوالي د حل لپاره هڅې روانې دي او زلمي خلیلزاد نن په دې خاطر په دوحه کې و چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې ښاغلي خلیلزاد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، هڅه کوي د افغانستان کړکېچ په داسې ډول حل کړي چې د دغه هېواد یووالی، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت خوندي کړي.

ښاغلي خلیلزاد دغه‌شان افغانستان کې د سولې لپاره د تلپاتې ډیپلوماتیکې هڅې په اړه د متحده ایالاتو د ولسمشر څرګندونو ته په اشارې لیکلي "د افغاني، سیمه‌ییزو او نړیوالو اړخونو سره به کار وکړي ترڅو په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي او د افغانانو کړاو ته د پای ټکی کېږدي."

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرو هېڅ نتیجه نه‌ده ورکړې.

د ملي مصالحې عالي شورا او د سولې لپاره د دولت وزارت په دې اړه څه نه‌وايي، خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل چې د خبرو اترو دواړه لوري وخت نا وخت خپلمنځي غونډې کوي.

محمد نعیم زیاتوي: "یوه ورځ په منځ کې ناسته کېږي، خو هر هغه څه چې رسنیو ته ویل کېږي باید د دواړو لورو ترمنځ د هوکړې پر بنسټ وي. له همدې امله زه نه‌شم کولای د خبرو اترو په اړه څه ووایم، خو غونډې روانې دي."

په دې وروستیو کې د شهاب‌الدین دلاور او شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو دوه پلاوو مسکو او تهران ته سفر وکړ.

تهران کې د طالبانو، افغان او ایراني پلاویو ترمنځ ناسته
تهران کې د طالبانو، افغان او ایراني پلاویو ترمنځ ناسته

د روسي او ایراني چارواکو سره له کتنې وروسته دغه پلاويو په افغانستان کې د روان ناورین په سیاسي حل ټینګار وکړ او د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د دوی د مشرانو د نومونو د ویستلو او له زندانونو څخه د دوی د بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه‌یې وکړه.

که څه هم د سولې بهیر هیله بخښونکی پرمختګ نه‌دی کړی، خو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړې ډګر تود دی او دواړه خواوې ادعا کوي چې د هېواد ډېرې برخې یې په لاس کې دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایي چې دولتي ځواکونو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اړولې او د پرمختګ په حال کې دي.

ښاغلی امان وايي: "ډېر تلفات په تخار ولایت کې طالبانو ته رسېدلي او د تالقان په ښار د دوی بریدونه خورا سخت وځپل شول. په غزني ولایت او بدخشان کې هم طالبان له سختې ماتې سره مخ دي. زموږ ځواکونه پرمختګ کوي، په ځانګړې توګه د افغانستان په شمال کې. موږ په لغمان ولایت کې ښه وضعیت کې یو او د طالبانو تلفات مخ په ډېرېدو دي."

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې ۱۸۴ ولسوالۍ نیولې دي، هغه ادعا چې حکومت‌یې ردوي.

په همدې حال کې، هندي ورځپاڼې (دې هندو) راپور ورکړی چې هند د امنیتي اندېښنو له امله په کندهار ولایت کې خپله قونسلګري وتړله.

د کندهار یوې امنیتي سرچینې هم چې نه‌یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله‌یې نوم واخیستل شي، د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د قونسلګرۍ ۵۰ ډیپلوماتان او امنیتي کارکوونکي د شنبې په ورځ د کندهار د اوومې ناحیې تر سقوط نه وروسته له دغه ولایت وتلي دي.

په کابل کې د هند سفارت شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په یو بیان کې ټولو هندي اتباعو ته خبرداری ورکړی و چې غیر ضروري سفرونه ونه‌کړي.

XS
SM
MD
LG