د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

پاکستان: غواړو د سولې ملګري شو نه د جګړې؛ صالح: پوځ یې طالبانو ته لارښوونې کوي


د اطلاعاتو وزیر چوهدري فواد حسین
د اطلاعاتو وزیر چوهدري فواد حسین

پاکستاني چارواکو یو وار بیا د هغوی په خبره د یوه باثباته او سوله ییز افغانستان ملاتړ ته خپله ژمنتیا تکرار کړه او ویې ویل چې "اسلام اباد غواړي په افغانستان کې د سولې ملګری شي ، نه د شخړې ملګری".

د اطلاعاتو وزیر چوهدري فواد حسین، د انرژۍ وزیر حماد اظهر او د پاکستان د صدراعظم ځانګړي سلاکار شهزاد اکبر د افغانستان د روانو حالاتو په اړه پرون دوشنبه (د چنګاښ ۲۱مه) په اسلام اباد کې یوه خبري کنفرانس ته وغږېدل.

چوهدري فواد حسین وویل، اسلام اباد د افغانستان اوسني وضعیت ته جدي پام کوي او په دغه هېواد کې د سولې او ثبات د راتلو غوښتونکی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر چوهدري فواد حسین
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر چوهدري فواد حسین

ده زیاته کړه:

"لکه څنګه چې صدراعظم عمران خان د هېواد د پالیسۍ په اړه په خپله وینا کې وویل، موږ به د افغانستان د سولې په برخه کې همکاران یو ، خو موږ به د هغه هېواد په شخړه کې شریک نه شو. همدا د حکومت واضح پالیسي ده چې د مرکزي کابینې له خوا هم تایید شوې او ټول سیاسي ګوندونه د افغانستان په تړاو د اسلام اباد د دې پالیسۍ ملاتړۍ کوي او ورسره مخته ځو."

هغه وویل، هېواد یې په افغانستان کې د یوه ټولشموله نظام غوښتونکی دی.

پاکستان چې رول یې تل د افغان سولې په برخه کې مهم بلل شوی په وار-وار ترې افغان او امریکايي چارواکو غوښتي چې په طالبانو له خپل شته نفوذه کار واخلي او دا ډله د سولې رښتینو خبرو ته وهڅوي.

په دې وروستیو کې د جګړو په زیاتېدو یو وار بیا د اسلام اباد او طالبانو په ژورو اړیکو انتقادونه زیات شوي او پاکستان له طالبانو په ملاتړ تورن شوی.

په تر ټولو تازه مورد کې د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پرون دوشنبه(د چنګاښ ۲۱مه) په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د پاکستان پوځ د طالبانو ډلې ته لارښوونه کوي.

هغه ادعا وکړه چې د طالبانو روزل شوېو ځواکونو ته په پېښور، کویټه او نورو ځایونو کې د پاکستان د ستر درستیز د خاصو کړیو له خوا په مستقیمه توګه لارښوونه کېږي.

پاکستان په دوامداره توګه د طالبانو د ملاتړ تورونه رد کړي دي.

د افغان ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح وايي، اوس وخت کومې وسلې چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره دي له هغو وسلو پرمختللې دي چې پاکستان طالبانو ته ورکړي دي.
د افغان ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح وايي، اوس وخت کومې وسلې چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره دي له هغو وسلو پرمختللې دي چې پاکستان طالبانو ته ورکړي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر چوهدري حسین وویل، د افغان سولې په تړاو د پاکستان هڅې ټولو ستایلي او دا وار چې د بهرنیو چارو وزیر د منځنۍ اسیا په سفر ځي هم د افغانستان په تړاو خبرې به یې د بحثونو له اصلي موضوع ګانو وي.

پاکستان تل ټینګار کړی چې د افغان سولې په پروسه کې یې اسانچاري کړې او دا د دوی همکاري وه چې طالبان له امریکایانو سره د سولې تړون ته ورسېدل او هم له افغان لوري سره په دوحه کې خبرو ته کیناستل.

خو د افغان ولسمشر مرستیال امرالله صالح په خپل پروني بیان کې دا هم ویلي، اوس وخت کومې وسلې چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره دي له هغو وسلو پرمختللې دي چې پاکستان طالبانو ته ورکړي دي.

افغان چارواکو دا ادعاوې هم په وار-وار کړي چې د طالبانو په ډله کې پاکستاني اتباع او ان پوځیان جنګیږي هغه څه چې نه طالبانو منلې او نه پاکستان.

XS
SM
MD
LG