د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د وینې ورکړې نړیواله ورځ؛ افغانستان کې '۲۲۶ زره او ۵۵۲ یونټه' وینه راټوله شوې


آرشیف، اهدای خون به قربانیان یک انفجار در ننگرهار
آرشیف، اهدای خون به قربانیان یک انفجار در ننگرهار

نن د جون ۱۴مه د وینې د ورکړې له نړیوالې ورځې سره برابره ده، دا ورځ په ټوله نړۍ کې د وینې ورکونې فرهنګ د ترویج لپاره نومول شوې ده.

افغانستان کې چې د ډېرو چاودنو، انتحاري بریدونو او جګړو له امله هره ورځ لسګونه کسان وژل کېږي، له دا شان پېښو وروسته ډېر ځله وینې ته اړتیا پیدا کېږي او په ټولنیزو رسنیو کې یې په اړه خبرتیاوې خپرېږي.

بیا یو شمېر عام خلک او مدني فعالان روغتونونو او د وینې بانک ته ځي او هلته دغو تپیانو ته وینه ورکوي.

مدني فعال سید رشید هاشمي چې د وینې د ورکړې د څو ګروپونو غړی دی ازادي راډیو ته وویل، د اړتیا پر مهال د دغو ګروپونو غړي په داوطلب ډول ځي او اړمنو ته وینه ورکوي.

ښاغلی هاشمي زیاتوي: "په ملي مناسبتونو کې لکه د سرتېري ورځ یا کله چې اړتیا وي او غږ شي چې وینې ورکولو ته راشئ او چې کله چاودنې کېږي، موږ په ګروپ کې پیغام شریکوو او هڅه کوو چې ځان ورسوو او وینه ورکړو."د نوموړي په خبره، د دې ترڅنګ ناروغانو ته هم لکه څوک چې په سرطان او یا نورو ناروغیو اخته وي او د وینې اړتیا وي ورته دوی وینه ورکوي.

پر سیدالشهدا ښوونځي حمله کې ټپي شوې زده‌کوونکې
پر سیدالشهدا ښوونځي حمله کې ټپي شوې زده‌کوونکې

داسې ښکاري چې په افغانستان کې په ځانګړي ډول د ځوانانو ترمنځ د وینې د ورکړې فرهنګ اوس ډېر ښه شوی دی.

په وروستي اقدام کې یو شمېر ځوانان د ثور میاشتې په ۱۸مه نېټه په ډله‌ییز ډول د ټپیانو د درملنې روغتونونو ته ولاړل او د سیدالشهدا د ښوونخي ټپیانو ته‌یې وینه ورکړه.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په تېر یو کال کې د وینې د بانکونو له‌خوا ۲۲۶ زره او ۵۵۲ یونټه وینه راټوله شوې چې له دې وینې ۸۷ زره او ۹۰۹ یونټه په رضاکارانه ډول د خلکو له‌خوا ورکړل شوې ده.

د دغه وزارت ویاند غلام دستګیر نظري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "معمولاً هغه وینه چې د ډله‌ییز کمپاین په ترڅ کې یا هم په انفرادي ډول د رضاکارانو له‌خوا د وینې په بانکونو کې راټولېږي، د چاودنو او بریدونو قربانیانو او هغه ناروغانو ته ورکول کېږي چې جراحي شوي وي."

خو د عامې روغتیا وزارت د مسؤلانو په وینا، په دې وروستیو کې د کرونا ویروس د زیاتېدو له امله د وینې د ورکړې بهیر یو څه پیکه شوی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېر یو کال کې د افغانستان د وینې مرکزي بانک ۲۶۷ ځلې د وینې د ورکړې لپاره کمپاینونه وکړل.

ارشیف، کابل کې د یوې چاودنې د قربانیانو لپاره ورکول شوې وینه
ارشیف، کابل کې د یوې چاودنې د قربانیانو لپاره ورکول شوې وینه

د بودجې کمښت، په ملي او روزنیزو پروګرامونو کې د وینې د بانک نه‌ګډون، د کارکوونکو کمښت، د تجهیزاتو کمښت او د کرونا ویروس خپرېدل په دې وروستیو کې د افغانستان د وینې د مرکزي بانک عمده ستونزې ګڼل شوې دي.

د وینې د ورکړې د کمپاینونو ډېرول، په ولایتونو کې د وینې د بانکونو د کارکوونکو د وړتیاوو لوړول، د هېواد په کچه د وینې د ورکړې په برخه کې د عامه پوهاوي لوړول، په برمختللو تجهیزاتو د وینې د بانکونو سمبالول، په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت پروګرامونه دي.

د طبي څېړنو او د ډاکترانو د سپارښتنو پر بنسټ، د وینې ورکړه په بدن کې د وینې جوړونې سیتم پیاوړی کوي، ځیګر سره د وینې د تصفیې په برخه کې مرسته کوي، د لوړ فشار او وینې د کلسترول مخه نیسي او دغه‌شان د ساه لنډۍ د ناروغۍ مخنیوی هم کوي.

ارشیف، ننګرهار کې د یوې چاودنې قربانیانو ته د وینې ورکول
ارشیف، ننګرهار کې د یوې چاودنې قربانیانو ته د وینې ورکول

د عامې روعتیا وزارت په پام کې لري چې د جون د ۱۴مې (د وینې د ورکړې له نړیوالې ورځې) د دغه ورځې د نړیوال شعار "د وینې په ورکړې سره نړۍ په یو امن کور بدله کړئ" نمانځه وکړي.

دا ورځ د عالم او څېړونکي کارل لند ستینر (Karl land steiner) د زېږون له ورخې سره برابره ده، هغه چې د لومړي ځل لپاره‌یې د وینې ګروپونه یا د «ABO» سیستم کشف کړ.

XS
SM
MD
LG