د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

په ورځني ډول د هېواد ګوټ ګوټ ته ۹۰ زره سیسي وینه ویشل کېږي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د وینې مرکزي بانک په ورځني ډول د هېواد ګوټ ګوټ ته ۹۰ زره سیسي وینه ویشي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د وینې مرکزي بانک په ورځني ډول ټول هېواد ته ۲۰۰ پاګټه وینه چې هر پاکټ یې ۴۵۰ سیسي دی، ویشي او اوس مهال ۱۲سوو ۳۰ یونته وینه په بانګ کې ذخیره لري، خو یو شمېر کابل مېشتي لا هم د دې بانک له فعالیتونو ناخوښي دي.

احمدالله حبیبي د کابل ښار اوسېدونکی دی، هغه له درې ورځو راهیسې کرځې چې د خپل ناروغ لپاره وینه پیدا کړي.

هغه په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "درې ورځې کېږي چې د خپل ناروغ لپاره وینې پسې ګرځم، خو نه پیدا کېږي، د وینې مرکزي بانک ته هم لاړم، وايي چې وینه شته خو هغه وینه چې ته یې غواړي نشته، زه څه وکړم، له اړوندو ادارو غواړم چې په دې برخه کې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي."

دا یوازې احمدالله نه دی چې په دې برخه کې ستونزه لري، دده په څېر ډېر نور کسان هم شته چې ورته ستونزې سره مخ دي.

د افغانستان د ویني مرکزي بانګ چارواکي که څه هم دغه ستونزې مني، خو د حل لپاره یې د یو لړ اقداماتو خبره کوي.

د وینې مرکزي بانګ رئیس عنایت الله هاشمي وویل: "د افغانستان د وینې مرکزي بانک تېر کال په ټول هېواد کې ۳۰۰ کمپاینونه د وینې د ورکړي په خاطر ترسره کړي دي، زموږ په هېواد کې د وینې د ورکړې فرهنګ زیات پیکه دی، زموږ هڅه همدا ده چې دغه فرهنګ د خلکو ترمنځ عام شي، د افغانستان د وینې مرکزي بانګ د وینې په برخه کې د خلکو د هر ډول ستونزو حل ته چمتو دی."

له دې وړاندې داسې اندېښنې وې چې د افغانستان د وینې مرکزي بانک د وینې د ساتنې په برخه کې ستونزې لري، خو ښاغلی هاشمي وايي چې د وینې د ساتلو لپاره یې داسې امکانات تر لاسه کړي چې د وینې څرنګوالي ته په کتو سره له درې ورځو نیولې تر ۳۵ ان تر سلو ورځو پورې یې ساتلی شي.

په ورته وخت کې یو شمېر کابل ښاریان ټینګار کوي چې د ستونزې د هواري په هدف دې د وینې د ورکړې دوطلبانه فرهنګ ته کار وشي او دغه فرهنګ دې عام شي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وایي: "د وینې د ورکړې فرهنګ باید زموږ په ټولنه کې عام شي، د دې لپاره چې زموږ هېواد کې جګړه ده او دغه جګړه هره ورځ له موږ څخه قرباني اخلي، زه فکر کوم چې دغه فرهنګ باید عام شي."

د یادونې ده چې د ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېسبوک ځني کاروونکي هم د وینې د ورکړې په برخه کې دوطلبانه فعالیت کوي او له خلکو غواړي چې اړمنو کسانو ته وینه ورکړي.

د افغانستان د وینې مرکزي بانګ د معلوماتو له مخې، اوس مهال د افغانستان د ټولو ولایتونو په لویو روغتونو کې د وینې ورکړي او اخیستنې بانګونه شته چې له مخې یې په ورځنې ډول د سلګونو کسانو ستونزې هوارېږي.

XS
SM
MD
LG