د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

د افغانستان جګړې د ناروا بللو په اړه د پنځه اسلامي هېوادونو له فتوا د کابل هرکلی


ارشیف، کابل کې یوه موټر بم چاودنه. October 27, 2020
ارشیف، کابل کې یوه موټر بم چاودنه. October 27, 2020

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل سره د ملکیانو په مرګ‌ژوبله کې زیاتوالی او د جګړې شدت ته د یو شمېر هېوادونو د دیني عالمان تند غبرګون.

تېره ورځ د فلسطین، اردن، ترکیې، عراق او لبنان دیني عالمانو په یو وېډیويي کنفرانس کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري روانه جګړه ناروا وبلله او له دې ډلې یې وغوښتل چې د ملکي کسانو مرګ‌ژوبله ودروي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د روانې جګړې د ناروا بللو په هدف د دغو هېوادونو له فتوا هرکلی وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د دې کنفرانس په اړه نن سې شنبه «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۴» ازادي راډيو ته وویل: "د اسلامي نړۍ له‌خوا په افغانستان کې د روانې جګړې د ناروا بللو په دوام د فلسطین، اردن، ترکیې، عراق او لبنان دیني عالمانو په یو وېډويي کنفرانس کې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله، د افغانانو وژل‌یې د طالبانو په وسیله ناروا وبلل او د یوې سرتاسري او هر اړخیزې سولې غوښتونکي شول."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد

له دې وړاندې هم یو شمېر اسلامي هېوادونو په افغانستان کې جګړه ناروا بللې او محکوم کړې یې وه.

یو شمېر افغان دیني عالمان هم په دې باور دي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د جګړې دوام ته هېڅ بهانه نه‌شته او د طالبانو له لوري په بریدونو کې د افغانانو وژل دیني توجیح نه‌لري.

دینی عالم مولوي عبدالقادر قانت وايي: "د افغانستان جګړه خپلمنځي ده او د دیني لارښوونو پر بنسټ یوه د حل‌لاره باید ورته پیدا شي. خپلمنخي جګړه په اسلام کې ناروا ده او د کبیره ګناهونو په کتار کې راځي، موږ په دواړو طرفونو په ځلونو غږ کړی چې جګړه ودروي، زموږ جګړه بهرنیان مدیریت کوي."

خو طالبان بیا خپله جګړه په افغانستان کې جهاد بولي او وايي چې دا جګړه د اشغال د پای ته رسېدو لپاره ده.

ننګرهار کې موټر بم چاودنه April 26, 2021
ننګرهار کې موټر بم چاودنه April 26, 2021

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د جګړې په اړه د پنځه اسلامي هېوادونو وروستۍ فتوا ته په اشارې سره وايي، دغه فتوا د افغان حکومت په غوښتنه ترسره شوې او په همدې دلیل بې‌ارزښته ده.

ښاغلی مجاهد وايي، ورکړل شوې فتوا د شرعیت خلاف او یو اړخیزه ده.

دغه فتوا په داسې حال کې صادرېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ډېریو ولایتونو کې جګړې او تاوتریخوالي زور اخیستی چې ډېری قربانیان‌یې ملکي کسان دي.

XS
SM
MD
LG