د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

د افغان سولې بهیر د پرمختګ په پار نن جمعه د 'تریوکا' غونډه جوړیږي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

تمه ده د پرمختللي ترويکا ډلې غړي هېوادونه نن جمعه (د غويي ۱۰مه) د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه کړي.

په دې ډله کې روسیه، امریکا، چین او پاکستان شامل دي.

د روسیې یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي چې د دې غونډې هدف د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د پرمختګ لپاره د یوه دریځ رامنځته کېدل دي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې په نننۍ غونډه کې د ده ترڅنګ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د پاکستان او چین استازي هم ګډون کوي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف او د افغان سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف او د افغان سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد

ښاغلي کابلوف د چهارشنبې (د غويي ۸مه) په ورځ تاس خبري اژانس ته وویل چې د دې غونډې هدف دا دی چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د پرمختګ لپاره یو واحد دریځ رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړه چې د اوسني وضعیت د هواري پر لارو چارو به هم په دې خبرو کې بحث وشي.

  • خو ده ونه ویل چې دا غونډه دقیقاً په کوم ځای کې کېږي؟
  • دا چې غونډه به حضوري وي او که انلاین ؟
  • په دې اړه د افغانستان د حکومت دریځ څه دی؟

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب پرون پنجشنبه (د غويي ۹مه) په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ د دې ترڅنګ چې د مسکو ترویکا درې اړخېزې غونډې له پایلو چې د اسلامي امارت پر نه منلو ټینګار کوي، هرکلی کوو، په ټولو داسې غونډو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په هر اړخیز پراخ حضور ټینګار کوو."

د افغاانستان د بهرنیو چارو وزارت
د افغاانستان د بهرنیو چارو وزارت

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو تراعلان وروسته طالبانو په قطر کې د خبرو په ټپه درېدو خبر ورکړ.

د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون پر اساس، ټول امریکایي ځواکونه باید د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وتلي وای، خو شرط یې دا وو چې طالبان به له ترورېزم سره د مبارزې برخه کې پر خپلو ژمنو دریږي.

په جنیوا کې مېشت د افغانستان د سیاسي مسایلو کارپوه طارق فرهادي باور دا دی چې د پرمختللي ترویکا ډلې غونډه کې به د ځواکونو د وتلو موضوع مطرح شي.

ښاغلي فرهادي زیاته کړه: "پرمختللې ترویکا غونډه په حقیقت کې د روسیې او پاکستان تر فشار لاندې ترسره کېږي. هغوی امریکا ته وایي چې تاسو له قید او شرط پرته د خپلو وتلو په اعلان سره ټول حیران کړل، خو د سولې مسئله څه شوه؟ تاسو چې ځئ، سیمه په افغانستان کې سولې ته اړتیا لري. په دوحې کې غونډه کېږي، د دې لپاره چې طالبان او افغان پلاوي هلته دي، که څه هم هغوی ښایي د ترویکا په غونډه کې ونه اوسېږي، خو له هغوی څخه هم نظر اخېستل کېږي."

د کارپوه طارق فرهادي باور دا دی چې د پرمختللي ترویکا ډلې غونډه کې به د ځواکونو د وتلو موضوع مطرح شي.
د کارپوه طارق فرهادي باور دا دی چې د پرمختللي ترویکا ډلې غونډه کې به د ځواکونو د وتلو موضوع مطرح شي.

مسکو د روان کال د مارچ پر ۱۸مه نېټه د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وو چې په هغه کې د پرمختللي ترویکا ډلې د غړو هېوادونو ترڅنګ د ترکیې، قطر، افغانستان او د طالبانو استازو هم ګډون وکړ.

خو د افغانستان د یوه ګاونډي ځای په کې خالي وو، هغه ګاونډی چې د افغانستان پر وضعیت اغېزه لري.

سره له دې چې ایران ته بلنه ورکړل شوې وه، خو د دې هېواد استازی په هغې غونډې کې نه وو.

د پرمختللي ترویکا په ګډې اعلامیې کې ټینګار شوی چې افغانستان کې سیاسي او تل پاتې حل لارې ولټول شي او دا چې افغانستان دې یومستقل، متحد، سوله ییز، دموکراتیک او په ځان بسیا هېواد جوړ شي.

XS
SM
MD
LG