د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

د افغان سولې په اړه د اسلامي او عربي هېوادونو غونډه: د افغانستان جګړه ناروا ده


د افغانستان سولې په اړه د افغانستان حج او اوقافو وزارت، د علماوو شورا او د اسلامي او عربي هېوادونو د استازو ګډه غونډه
د افغانستان سولې په اړه د افغانستان حج او اوقافو وزارت، د علماوو شورا او د اسلامي او عربي هېوادونو د استازو ګډه غونډه

د افغانستان سولې لپاره د اسلامي او عربي هېوادونو ترمنځ ګډه ناسته وشوه.

‎دغه ناسته چې په کابل کې د ترکیې، اردن، فلسطین، مصر، لبنان او عراق د استازو، د افغانستان حج او اوقافو وزارت او علماوو شورا په ګډون په انلاین ‌‌‌‌‌‌ډول وه، یو ځل بیا د افغانستان جګړه ناروا وبلل شوه او د افغان جګړې پر ژر ختمېدو ټینګار وشو.

‎د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني د دغې ناستې د جوړېدو د هدف په اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "په دې غونډه کې د دیني علماوو د رول په اړه خبرې وشوې چې دوی یې د ستونز د حل په برخه کې ادا کولای شي، پر دې خبرې وشوې چې څنګه کېدای شي علما د دیني ارشاداتو او قرانکریم او سنتو له مخې دا ‌‌‌‌‌‌ډول ستونزې حل کړي، علماوو ټینګار وکړ چې له افغانستانه بهرنیان ووتل او په دغه هېواد کې د جګړو لپاره پلمه نه‌شته."

د افغانستان حج او اوقافو وزارت، د علماوو شورا او د اسلامي او عربي هېوادونو د استازو ګډه غونډه
د افغانستان حج او اوقافو وزارت، د علماوو شورا او د اسلامي او عربي هېوادونو د استازو ګډه غونډه

‎د حج او اوقافو وزارت وایي په دې ‌‌‌‌‌‌ډول غونډو سره کېدای شي په هېواد کې د جګړو د پای ته رسېدو لپاره د جګړو پر ښکېلو اړخونو فشار راوړل شي.

‎په دغه ناسته کې د افغانستان د علماوو شورا غړو په حضوري ‌‌‌‌‌‌ډول ګډون کړی وو.

هڅه مو وکړه په دې اړه چې دا شان غونډې د افغانستان د سولې او د جګړې او تاوترخوالي د کمېدو په برخه کې څومره ګټورې تمامېدای شي د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا او سولې چارو وزارت نظر هم واخلو، خو بریالي نه‌شوو.

‎دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې له دې وړاندې بیا په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس غني سلاکار محمد اکرم خپلواک ازادي راډیو ته ویلي و چې حمهور رئیس غني له هغه وړاندیز هرکلی کړی چې له مخې یې دیني عالمان او قومي مشران طالبانو ته جرګه کېږي او ترې د سولې په اړه د ارادې او وضاحت غوښتنه کوي.

ښاغلي خپلواک ازادي راډیو ته ویلي وه، د چې ولسونو دا جرګه به مثبتې پایلې ولري او د سولې د راتلو لامل به وګرځي.

XS
SM
MD
LG