د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۱

پاکستان وايي له افغانستان سره د امنیتي وضیعت د ارزونې تر بشپړېدو پورې لارې نه پرانیزي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له افغانستان سره به د سوداګرۍ او ټرانزیټ ټولې لارې تر هغه وخته بندې وي چې د امنیتي وضعیت بشپړه ارزونه نه وي شوي.

د دې وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي پرون د اکتوبر په ۲۴ مه په خپل اوونیز کنفرانس کې وویل چې "د پاکستاني وګړو ژوند له هر ډول سوداګرۍ ډېر ارزښت لري."

نوموړي وویل چې حکومت یې د کرښې په اوږدو په ځانګړي ډول چمن او انګور اډه کې د سوداګرو له او دغه راز د ولسي خلکو له ستونزو خبر دی، خو نوموړي ټینګار وکړو چې په پاکستان کې شوي وسله وال برېدونه د هغو لارو په کارولو شوي چې د افغانستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ سره تړاو لري چې له امله یې ګڼ شمېر پاکستانیان وژل شوي دي.

ښاغلي انداربي دا هم وویل چې دې مسلې دوی ژور اغیزمن کړي او له همدې امله باید پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ او امنیت په برخه ډېر روښانه لومړیتوب ولري ځکه په خبره یې د پاکستانانو ژوند او امنیت لومړیتوب دی.

په همدې حال کې د پاکستان وروستۍ اعلان هغه افغان سوداګر سخت اندېښمن کړي دي چې له دې هیواد سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري.

د سبزیو او تازه میوې یو افغان سوداګر عبدالغفو وویل د دواړو هیوادونو ترمنځ د لارو تړل کېدو په تېرو څو ورځو کې سوداګرو ته ډېر مالي زیانونه اړولي او د دې وضعیت دوام به لا نور زیانونه واړوي.

"د لارو د بندښت له امله د افغانستان تازه میوې او سبزیجات ډېر زیانمن شول، زموږ سوداګرۍ زیان ولید، په تورخم، غلام خان، انګوره او نورو لارو کې شاوخوا له ۷ تر ۸ سوه میلیونو افغانیو پورې مالونه خراب شوي دي، د دې لارو تړل د دواړو لوریو سوداګرۍ ته لوی زیان اړوي، له دې وروسته د پاکستان د تازه میوې سیزن پیلیږي که لارې تړلې پاتې کیږي دوی ته هم زیان رسیږي، زما په نظر باید لارې خلاصې شي ځکه دواړه هیوادونو ته هیڅ ګټه نه لري."

یو شمېر نور هغه افغان سوداګر چې له پاکستانه سوداګریز توکي افغانسان ته واردوي هم دې پرېکړې اندېښمن کړي دي.

افغان سوداګر احمد شاه ازادي راډيو ته وویل:

"صادرونکی او واردونکی دواړه اغیزمن شوي دي، زما سوداګریز توکيپه کراچۍ بندر کې بند پاتې دي، چې هره ورځ پرې ډیمرج یا د تاجايي جریمه راځي، دغه راز د کانتیر کرایه هم په ما هره ورځ راځي، د یو کانتیر کرایه او ډیمرج نږدې دوه سوه ډالر دی، د دې ترڅنګ د صادرونکو مالونه خراب شوي دي، د لارو بندول د پاکستان ناسمه پالیسي ده، زه فکر کوم دواړه لوري باید ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي."
دا په داسې حال کې ده چې نږدې یوه اونۍ وړاندې د پاکستان حکومت د افغانستان ټول ترانزیټ په کراچۍ بندر کې ودراوه.

د پاکستان د عوایدو فدرالي ادارې (FBR) په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان ټول ټرانزیټ درول شوی او په کراچي او قاسم بندرونو کې د مالونو د تصفیه تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوې ده.

د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د دې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د پاکستان حکومت باید سوداګري او ټرانزیټ د سیاسي مسایلو قرباني نه کړي.

د دې خونې اجراییوي رییس نقیب الله صافي ازادي راډيو ته وویل:

"زه فکر کوم چې دا ښه نظر نه دی، ځکه چې موږ تل غواړو چې سیاسي او نظامي ستونزې باید سوداګریزې اړیکې اغیزمنې نه کړي، هرکله چې لارې تړل کیږي او تړلې پاتې کیږي، دا نه یوازې افغانستان بلکې پاکستان هم اغیزمنوي، دغه راز د سیمې هیوادونه هم اندېښمن کیږي، اوس چې پاکستاني لوري دا لارې تړلي دي، زموږ هیله دا ده چې ژر تر ژره یې پرانیزي ترڅو د خلکو اقتصادي وضعیت ښه شي او سوداګري زیاته شي."

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو د سوداګرۍ او تګ راتګ ټولې لارې د طالب او پاکستاني ځواکونو تر نښتو وروسته وتړل شوې.

د روانې اکتوبر په لسمه د دواړو لوریو ترمنځ په وقفه یې ډول سختې نښتې وشوې چې وروسته په اوربند پاې ته ورسېدې.

د دغه نښتو له امله پاکستان په یو اړخیز ډول د تورخم، سپین بولدک – چمن په ګډون د کرښې په اوږدو کې ټولې لارې وتړلې چې لا هم تړلي دي.

په دې نښتو کې پاکستان په پلازمینه کابل، پکتیکا او سپین بولدک کې هوايي حملې هم وکړې چې له امله یو شمېر ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

خو د اکتوبر په اتلسمه د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په دوحه کې له خبرو اترو وروسته په سم لاسي اوربند هوکړه وشوه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سیاسي نانندرې ډیری وخت د لارو د بندیدو لامل شوي چې له امله یې سوداګرو ته پراخه زیانونه اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG