د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

یو امریکايي چارواکی: د بایډن او پوتین د یوې احتمالي غونډې لپاره تیاری روان دی


(ښی-کین) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر جو بایډن
(ښی-کین) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر جو بایډن

یو امریکایي چارواکی وایي چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د یوې احتمالي غونډې لپاره تیاری روان دی.

د بې‌وسلې کولو په چارو کې د امریکا سفیر رابرټ ووډ نن سې شنبه د ملګرو ملتونو کنفرانس ته دا خبره وکړه او یې‌ویل، دواړو مشرانو موافقه کړې چې د وسلو د کنټرول او د راڅرګندېدونکو امنیتي مسایلو په تړاو د ستراتېژیک ثبات پر لارو چارو به خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم له باکو څخه د کتنې پر مهال د ښاغلي ووډ خبره تأیید کړه او ویې‌ویل، مسکو وړاندیز کړی چې که دغه دوه اړخیزه سرمشریزه جوړېږي، د وسلو د کنټرول او د امنیتي مسایلو په اړه دې خبرې وشي.

لاوروف زیاته کړه چې مسکو تر اوسه د واشنګټن ځواب ته سترګې په لاره دی چې د سرمشریزې لپاره څه ډول وړاندیز کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

ولسمشر بایډن ویلي، دی هیله‌من دی چې له خپل روسي ساري سره په جون کې اروپا ته د سفر پر مهال وګوري.

ښاغلي بایډن په تېره اپرېل میاشت کې وړاندیز کړی و چې کولای شي له پوتین سره په یوه درېیم هېواد کې وګوري ترڅو اوکراین ته د پوځي ګواښ، د روسي هکرانو د سایبري حملو د ادعاوو او د اپوزېسیون له فعال زنداني الکسي ناوالنۍ سره د چلند په ګډون پر هغو مسایلو خبرې وکړي چې د کړکېچ د زیاتوالي لامل شوی.

ولسمشر بایډن په ځلونو پر دې خبرې ټینګار کړی چې دی به د روسیې د دښمنۍ د هر سیاست په وړاندې په کلکه ودرېږي، خو په هغو برخو کې به چې د دواړو هېوادونو ګټې په‌کې نغښتې دي، هڅه وکړي چې روسیه همکاري ته راوبولي.

بایډن د اټمي وسلو نه‌پراختیا، د اقلیم بدلون، د ایران اټمي تړون، شمالي کوریا او په افغانستان کې د امن او ثبات ټینګېدل هغه برخې یادې کړي چې د ده په وینا کېدای شي له روسیې سره همکاري وکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

په تېره فبرورۍ کې روسیې او متحده ایالاتو د نیوسټارټ په نوم د اټمي وسلو د کنټرول تړون چې د اعتبار ختمېدو ته‌یې یوازې څو ورځې پاتې وې، د پنځو نورو کلونو لپاره وغځاوه.

دا هغه وروستی تړون دی چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ په خپل حال پاتې دی. د دغه تړون له مخې دواړه لوري فعال ستراتېژیک اټمي سروکې تر۱،۵۵۰ او ستراتېژیک انتقالي سیستمونه تر۷۰۰ پورې محدودوي او هم به د تأیید یو مېکانیزم رامنځته کوي.

XS
SM
MD
LG