د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

د امریکا ولسمشر: تر ۲۰۳۰ کاله به د ګلتوني ګازونو خپراوی نیمايي ته راکم کړو


د امریکا ولسمشر جو بایډن د ځمکې د ورځې په مناسبت پرونۍ سرمشریزې ته د وینا پر مهال
د امریکا ولسمشر جو بایډن د ځمکې د ورځې په مناسبت پرونۍ سرمشریزې ته د وینا پر مهال

د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې ده چې تر ۲۰۳۰ کاله به د نړۍ د ستر اقتصاد د ګلتوني ګازونو خپراوی د ۲۰۰۵ کال په پرتله نیمايي ته راکم کړي.

ښاغلي بایډن پرون د اقلیم په نړیواله سرمشریزه کې ژمنه وکړه چې د دې مضرو ګازونو کچه به په سلو کې د ۵۰ یا ۵۲ ترحده راکم شي.

د ځمکې د ورځې په مناسبت دا پرونۍ سرمشریزه چې پر متحده ایالاتو سربېره د چین، روسیې، هند او د خلیج هېوادونو په ګډون د نړۍ د شاوخوا ۴۰ هېوادونو مشرانو په‌کې ګډون کړی و، ولسمشر بایډن او مرستیالې یې کماله هرېس پرانیسته.

دا دوه ورځنۍ سرمشریزه په نومبر میاشت کې د انګلستان په ګلاسګو ښار کې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونور د سرمشریزې لپاره د تیاریو په درشل کې یو مهم ګام بلل کېږي.

ولسمشر بایډن وویل، اوس هغه لسیزه روانه ده چې نړیوال باید د اقلیمي بحران د ناوړه عواقبو د مخنیوي په برخه کې پرېکړه وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ځمکې د ورځې په مناسبت سرمشریزه کې د ګډون او د امریکا ولسمشر جو بایډن د وینا د اورېدو پر مهال
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ځمکې د ورځې په مناسبت سرمشریزه کې د ګډون او د امریکا ولسمشر جو بایډن د وینا د اورېدو پر مهال

پخواني ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۵ کال کې د پاریس په اقلیمي کنفرانس کې ژمنه کړې وه چې متحده ایالات به د ۲۰۰۵ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د ګلتوني ګازونو په کچه کې په سلو کې ۲۶ کموالی راولي. ښاغلي بایډن د تېرې شپې په سرمشریزه کې د دې مضرو ګازونو پر ضد د دوه برابره اقداماتو خبر ورکړ.

ښاغلی بایډن وايي: "دا ګامونه به متحده ایالات تر ۲۰۵۰ کال پورې له مضرو ګلتوني ګازونو د خلاص اقتصاد لارې ته برابر کړي. حقیقت دا دی چې امریکا د نړۍ په سلو کې له ۱۵ لږ مضر ګازونه تولیدوي. دا بحران هېڅ هېواد په یوازې ځان نه‌شي حل کولای. موږ ټول په تېره د نړۍ د پیاوړو اقتصادي قدرتونو استازي، باید په دې برخه کې ګامونه واخلي."

په جنوري میاشت کې د ولسمشر په توګه د بایډن له لومړنیو اقداماتو یو دا و چې امریکا یې بېرته د پاریس په اقلیمي تړون کې شامله کړه.

مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ له دې تړون څخه د امریکا وتل اعلان کړي وو. ټرمپ د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال له خپلو پلویانو سره دا ژمنه کړې وه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش سرمشریزې ته په څرګندونو کې وویل چې تېره لسیزه د ځمکې د تاریخ د تر ټولو تودې لسیزې په توګه ثبت شوې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش

ګوترش زیاته کړه څومره مضر ګازونه چې اوس خپرېږي په تېرو ۳ ملیون کلونو کې ساری نه‌لري. ګوترش وویل چې بشر یوې زرغونې سیارې ته اړتیا لري، خو د ده په وینا نړۍ اوس‌مهال د پاڼ پر سر ولاړه ده.

XS
SM
MD
LG