د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۹

د بریتانوي ځواکونو افغانان همکاران خپل او د کورنۍ غړیو ته د احتمالي ګواښونو خبره کوي


د بریتانوي ځوکونو له لوري د دوی د افغان همکارانو د لسونو له افشا کېدو وروسته یوشمیر دغه افغانان او د کورنۍ غړي یې د خپل ژوند امنیت ته سخت اندیښمن دي. دوی ادعا کوي چې خپله یا یې د کورنۍ نږدې غړي په افغانستان کې ګواښل شوي دي.

د بریتانوي ځواکونو یو افغان همکار چې نوم یې په دې لست کې افشا شوی، ازادي راډيو ته وویل چې د امنیتي ګواښونو له امله اوس پاکستان ته تللی او هلته هم د جبري ډیپورټ له ګواښ سره مخ دی. نوموړي د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډیو سره په خبرو کې له بریتانیا وغوښتل چې ژر یې له دې ځایه وباسي: "په څو مهمو قطعو کې مې په بیلابیلو ولایتونو کې له بریتانوي ځواکونو سره کار کړی دی. ماته ایمیل راغلی چې ستا اسناد هم افشا شوي دي او په ځان پام کوه. هلته په افغانستان کې مو په پټه ژوند کاوه خو د امنیتي ګواښونو له زیاتېدو وروسته پاکستان ته راغلم. طالبانو مې کور پلټنلی وو او زما سرټیفیکیټ یې پیدا کړی وو او اوس که بېرته افغانستان ته ولاړ شم او طالبان پوه شي چې ما له بریتانویانو سره کار کړی، ژوندی به مې پرېنږدي."

یو بل افغان چې ده هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، د غږ د بدلون په شرط وویل چې یو خپلوان یې په افغانستان کې له بریتانوي ځواکونو سره کار کاوه خو د طالبانو له لوري له امنیتي ګواښونو وروسته له سیمې وتښتېد.: " زما یو خپلوان چې زوی یې په افغانستان کې له بریتانویانو سره کار کړی و څو میاشتې مخکې ورته طالبانو ویلي چې زوی دې موږ ته تسلیم که، غواړو پوه شو چې هغه له بهرنیانو سره په کومه برخه کې کار کاوه. له هغې وروسته ټوله کورنۍ یې له افغانستان ووتله."

برېتانوۍ ورځپاڼې «ډیلي مېل» د بریتانیا د پارلمان دفاعي کمېټې ته د وړاندې شوې څېړنې له مخې په یو راپور کې ویلي، لږ تر لږه د برېتانوي ځواکونو ۴۹ افغان همکاران یا د کورنۍ غړي یې چې د بریتانیا د دفاع وزارت د اطلاعاتو د افشا کېدلو د تېروتنې له امله اغیزمن شوي وو، وژل شوي دي.

دغې ورځپاڼې سې شنبه د اکتوبر ۲۸ مه پرته له دې چې ووايي دغه څېړنه د کوم بنسټ له لوري ترسره شوې، ویلي چې له ۲۳۱ افغانانو څخه چې د خپلو معلوماتو د افشا کېدو په اړه خبر شوي وو، ۴۹ کسانو ویلي، چې د دوی د کورنۍ یو غړی یا همکار د دې تېروتنې له امله وژل شوی دی.

د راپور له مخې، د دې تېروتنې له کبله نږدې یو لک افغانان د مرګ له ګواښ سره مخ شوي او نږدې ۲۴ زره افغان سرتیري او کورنۍ یې په تېرو پنځه کلونو په محرمانه ډول بریتانیا ته انتقال شوي دي.

خو په راپور کې دا نه دي ویل شوي چې دا کسان د چا له لوري وژل شوي دي.

له دې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پخوانیو پوځیانو په وژلو تورن شوی، هغه څه چې طالبانو رد کړي دي.

په راپور کې راغلي چې له ۲۳۱ کسانو څخه ۲۰۰ کسانو ته د طالبانو له‌خوا ګواښونه شوي دي. نږدې ۹۹ کسانو ویلي، چې مستقیم د مرګ ګواښونه ورته شوي او ۱۲۱ نورو بیا ویلي، چې د دوی کورنۍ او دوستان په افغانستان کې د طالبانو له‌ خوا ګواښل شوي دي.

د راپور له مخې، د دې تېروتنې له کبله نږدې یو لک افغانان د مرګ له ګواښ سره مخ شوي او نږدې ۲۴ زره افغان سرتیري او کورنۍ یې په تېرو پنځه کلونو په محرمانه ډول بریتانیا ته انتقال شوي دي.

دغه امنیتي قضیه په ۲۰۲۲ کال کې د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو د مرکز له‌خوا په تصادفي ډول رامنځته شوه، چې پکې د شاوخوا ۲۵ زره افغانانو هویت او شخصي جزیات خپاره شول.

دا هغه کسان وو، چې د طالبانو د غچ اخیستنې له ویرې او د ځان د ژغورنې لپاره یې د پناه غوښتنه کړې وه.

په راپور کې راغلي چې د بریتانوي پوځي استخباراتو پخواني افسر فیلیپ انګرام دا پیښه " ټکان ورکوونکې" بللې او ویلي یې دي چې "یو څوک باید د دې غلطۍ مسؤلیت په غاړه واخلي."

خو د بریتانیا دفاع وزارت اعلان کړی چې د دوی څېړني ښيي چې د دې احتمال ډېر کم دی چې یوازې د دغه نوملړ د افشا کېدو له امله دغه کسان په نښه شي.

دا په داسې حال کې ده چې ډیلي میل او ټلیګراف ورځپاڼو له دې وړاندې په دې اړه له اندېښنو ډک راپور خپور کړی و او ویلي یې و چې د دغه لسټ له افشا کېدو وروسته طالبانو په افغاسنتان کې د بریتانوي ځواکونو افغان همکارن شکنجه کړي او ان وژلي دي.

خو هغه مهال د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت یو شمیر کورنیو رسنیو سره په خبرو کې دا ادعا رد کړې وه ویلي وو، دوی اړتیا نه لري چې د بریتانیانویانو له اسنادو استفاده وکړي، دا اسناد د دوی اړوند امنیتي ارګانونو کې شته او په دې یې ټینګار کړی و چې عمومي عفوه شوې او د افرادو تعقیب ته اړتیا نشته.

د راپورونو پر بنسټ دغه لست د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې افشا شو خو د بریتانیا حکومت د دې لپاره چې د دغو کسانو ژوند له خطر سره مخ نه شي، د موضوع د رسنیز کېدلو مخه ونیوله او په پټه یې د خپلو افغان همکارانو د انتقال د پلان پلي کول پیل کړل.

ویل کیږي په دې نوملړ کې د بریتانوي ځواکونو د MI6 جاسوسي برخې د لږ ترلږه سلو کسانو نومونه او جزیات هم شامل دي.

ټېلګراف ورځپاڼې له دې وړاندې ویلي وو چې د دغه لست له افشا کېدو وروسته ، طالبانو له ۲۰۰ ډېر د بریتانیا افغان همکاران په نښه کړي او وژلي دي.


XS
SM
MD
LG