د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

امریکا پر یو شمېر روسي ادارو او چارواکو 'بندیزونه' لګوي


د امریکا او روسیې ملي بیرغونه
د امریکا او روسیې ملي بیرغونه

د امریکا متحده ایالات غواړي چې له نن څخه پر یو شمېر روسي چارواکو او ادارو بندیزونه اعلان کړي.

روېټرز خبري اژانس او بلومبرګ د نامعلومو سرچینو په قول ویلي چې پر شاوخوا ۳۰ روسي ادارو به په دې خاطر بندیزونه ولګول شي چې تېر کال‌یې د امریکا حکومت یا شرکتونو د کمپیوټرونو په شبکې کې مداخله کړې یا هک کړي او د امریکا په انتخاباتو کې یې لاسوهنه کړې ده.

په دې بندیزونو کې د روسيې د استخباراتي چارواکو په ګډون شاوخوا ۳۰ ادارې هم شاملې دي. د بندیزونو پر اساس به شاوخوا ۱۰ تنه روسي مأمورین او ډیپلوماتان د امریکا له خاورې وایستل شي.

د روېټرز او بلومبرګ په راپورونو کې د هغو کسانو یا ادارو چې بندیزونه به پرې ولګول شي، نومونه نه‌دي یاد شوي.

د ولسمشر جو بایډن اداره له څو اوونیو راهیسې په ضمني ډول یادونې کوي چې هغې سایبري حملې ته به سخت ځواب ورکړي چې د سولروېنډس کمپنۍ ماشین‌یې زیانمن کړی دی.

امریکا کې سولروېنډس کمپنۍ
امریکا کې سولروېنډس کمپنۍ

د امریکا استخباراتي چارواکو او د ټکنالوژۍ شرکتونو ویلي چې دا مداخله یا سایبري حمله چې په ډسمبر میاشت کې کشف شوه، احتمالاً روسي هکرانو کړې ده.

مسکو په دې قضیه کې لاس لرل رد کړي دي.

د امریکا د خزانې، عدلیې او سوداګرۍ وزارتونو په ګډون د حکومت لږترلږه د ۹ ادارو او د ۱۰۰ خصوصي شرکتونو د کمپیوټر سیستمونه هک شوي دي.

دا بندیزونه همداراز د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لړ کې د ادعا شوې مداخلې په ځواب کې دي.

د امریکا استخباراتي ادارې په خپلو څېړنو کې دې نتیجې ته رسېدلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل حکومت ته اجازه ورکړې وه چې د امریکا په انتخاباتو کې د اغېز شیندلو هڅه وکړي.

سپینې ماڼۍ، د بهرنیو چارو وزارت او د خزانې وزارت د دې راپور په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

خو دا اقدام وروسته له دې کېږي چې ولسمشر جو بایډن د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د اپرېل په ۱۳مه نېټه د ټیلیفون له لارې خبرداری ورکړ چې امریکا به د خپلو ګټو دفاع وکړي او په عین حال کې ده د دواړو مشرانو د غونډې نظر رد کړ.

XS
SM
MD
LG