د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

جو بایډن: د اقلیمي بدلون د مخنیوي لپاره اقدامات به د نړۍ اقتصاد وغوړوي


د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون جمعه (د غويي ۳مه) د اقلیمي بدلون په اړه د دوه ورځنۍ سرمشریزې په پای کې وویل، اقلیمي بدلون د امریکا د متحدو ایالاتونو لپاره یو فرصت برابر کړی چې له خپلو پخوانیو سیالانو لکه روسیې او چین سره کار وکړي.

سره له دې چې بایډن د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ډېرو برخو کې موافق نه دی، ده د دې غونډې د پای په وینا کې وویل: "د روسیې مشر اوس په دې خبرې کوي چې څرنګه فضا له کاربونه وژغورو."

ده د پوتین وینا ته اشاره لرله چې د دې غونډې په لومړۍ ورځ یې وکړه او ویې ویل، د روسیې او لوېدیځ ترمنځ له ګڼو سیاسي ناندریو او اختلافاتو سره-سره اقلیمي بدلون کېدای شي دوی سره نژدې کړي.

بایډن زیاته کړه: "ما ته د ولسمشر پوتین دې خبرې ډاډینه راکړه چې پرون یې په نړیوالو غږ وکړ چې د کاربون ډای اوکسایډ د له منځه وړلو لپاره لاسونه سره ورکړي. د امریکا متحد ایالاتونه له روسیې سره 'په دې برخه کې' کار کولو ته سترګې په لاره ده."

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

ده پر نړیوالو غږ وکړ چې دې برخه کې خپلې هلې ځلې شریکې کړي.

بایډن دا هم وویل چې دې غونډې ته ډېرو هېوادونو مثبت پیغامونه لرل او هیله لري چې د دې په نتیجه کې به د نړۍ اقتصاد وغوړېږي او میلیونونو انسانانو ته به د پاکې انرژۍ کارونه پیدا شي.

ولسمشر بایډن د دې دوه ورځنۍ غونډې په لومړۍ ورځ ژمنه وکړه چې تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې به د ۲۰۰۵ میلادي کال پرتله ګلتوني ګازونه له ۵۰ تر ۵۲ سلنې پورې کم کړي.

دا انلاین یا مجازي غونډه د چین، هند او روسیې په شان په نړۍ کې د ګلتوني ګازونو د اصلي تولیدوونکو په شمول د ۴۰ هېوادونو د مشرانو په ګډون جوړه شوه.

امریکا د دونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په موده کې د پاریس له اقلیمي تړونه ووته، خو اوس داسې ښکاري چې د جوبایډن حکومت هڅه کوي چې په دې برخه کې د نړیوالو اقداماتو مشري په غاړه واخلي.

دا پرېکړه په عین حال کې تر ۲۰۵۰ میلادي پورې د امریکا په اقتصاد کې د کاربون ډای اوکسایډ د تولید د بشپړې مخنیوي لپاره دی.

په پام کې ده چې په برېښناکوټونو، موټرونو او نورو اقتصادي سکتورونو کې د ککړوونکو ګازونو د تولید اندازه کمه شي، خو سپینې ماڼۍ تراوسه پورې په واضح ډول نه دي ویلي چې دغو برخو کې به تر څه حده ککړوونکي ګازونه کم کړل شي؟

ولسمشر بایډن وویل: "په دې لسیزه کې باید وپتېیو چې څه ډول پرېکړې او اقدامات به د اقلیمي بحران د خورا بدو پایلو مخه ونیسي."

د مایکروسافټ موسس بېل ګېټس
د مایکروسافټ موسس بېل ګېټس

د دې غونډې تر پیلېدو مخکې جاپان هم تر ۲۰۳۰ پورې د اوسنۍ اندازې پرتله په سلو کې ۴۶ ته د ګلتوني ګازونو د اندازې د کمولو لپاره خپل هدف اعلان کړ.

د مایکروسافټ موسس بېل ګېټس به هم نن شنبه (د غويي ۴مه) دې غونډې ته وینا وکړي.

ګېټس چې د نړۍ یو تر ټولو لوی میلیاردر دی، د پاکې انرژۍ د تولید لپاره تر دوه میلیارده ډالره زیاته پانګونه کړې ده.

ساین سپوهان وايي، د انسانانو د فعالیتونو له امله د ګلتوني ګازونو د تولید تر اغېز لاندې د ځمکې تودوښه د ۱۸۵۰ کال پرتله چې لا صنعت وده نه وه کړې، لږ تر لږه یوه درجه لوړه شوې ده.

د هوا پېژندنې د نړیوالې ادارې وړاندوینه ښيي چې ښايي له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۴ پورې به د ځمکې د تودښې درجه یوه نیمه درجه نور هم لوړ شي.

XS
SM
MD
LG