د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۹

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان استازي په خپلو خبرو کې نتیجې ته نه دي رسېدلي


د ترکیې په استانبول کې د طالب او پاکستاني پلاوي ترمنځ د خبرو اترو په پایله کې لا هم د کومې هوکړې راپور نه دی ورکول شوی.

د ترکیې په استانبول کې د طالب او پاکستاني پلاویو د خبرو نن څلورمه ورځ ده خو لا هم د کومې هوکړې په اړه خبر نه دی ورکول شوی خو یو شمیر پاکستاني او د طلبانو حکومت تر کنترول لاندې رسنیو د پلاویو ترمنځ د اختلافاتو راپورونه ورکړي دي.

د طالبانو حکومت تر واک لاندې ملي راډيو تلویزیون په یو بیان کې چې نن سې شنبه د اکتوبر په ۲۸ یې په خپله اېکس پاڼه خپور کړی ادعا کړې چې طالب پلاوي د رغنده او پایله لرونکو خبرو اترو د ترسره کولو هر ډول هڅه کړې، خو په ټکو یې داسې ښکاري چې پاکستان پلاوی له خبرو د وتلو هڅه کوي.

په بیان کې دا ادعا هم شوې چې د پاکستان په پوځ کې ځینې کړۍ د مذاکراتو د پروسې مخه نیسي.

وړاندې راغلي چې طالبانو د خبرو اترو او واقعیت پاللو پالیسي ساتلې خو اسلام اباد ته یې ویلي دا نه شي کولای چې د پاکستان امنیت وساتي او نه هم د تحریک طالبان پاکستان یا "ټي، ټي، پي" استازیتوب کولای شي.

د طالبانو حکومت تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون دا هم ویلي چې د پاکستان ناامني د هغه هیواد کورنۍ مسله ده او باید اسلام اباد یې په خپله حل کړي او چې پاکستان باید متوازنې، منطقي او معقولې غوښتنې وړاندې کړي.

که څه هم په دې بیان کې د پاکستاني پلاوي د غوښتنو په اړه څه نه دي ویل شوي خو پرون د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې ازادي راډيو سره خبرو کې ادعا کړې وه، چې پاکستان د "ټي، ټي، پي" او بلوڅ ازادي غوښتونکو په وړاندې د طالبانو د عملیاتو غوښتنه کوي او دا هم غواړي چې طالبان دې په دې ډلو د ترهګرو ټاپه ولګوي او مشران دې یې لاس تړلي اسلام اباد ته وسپاري.

پاکستاني رسنیو بیا د دې هیواد د پلاوي له قوله طالبان په نه همکارۍ تورن کړي او ادعا یې کړې چې طالب پلاوي څو ځلي خپل دریځ بدل کړی چې له همدې امله اوس مهال خبرې اترې په ټپه ولاړې دي.

جیو نیوز پاکستاني رسنۍ د هغه هیواد د پلاوي په حواله راپور ورکړی، چې طالب پلاوي د خبرو په جریان کې کابل سره اړیکي نیسي او خپلې خبرې بدلوي.

جیو نیوز په خپل راپور کې دا هم لیکلي دي چې په درېیمه ورځ خبرو اترو ۱۸ ساعته دوام وکړ خو کومه پایله تر لاسه نه شوه.

په راپور کې د پلاوي په حواله دا ادعا هم شوې چې د خبرو په پیل کې طالب پلاوي په افغانستان کې د ټي ټي پي موجودیت تایید کړ او د پاکستان له غوښتنو سره یې موافقه وکړه خو د سرچینې د ادعا له مخې له کابل سره تر خبرو کولو وروسته یې هر څه رد کړل.

د پاکستان دولتي اژانس ( اې، پي، پي) په یو راپور کې ویلي چې پاکستاني پلاوي کابل ته خپل وروستی دریځ وړاندې کړې او طالب پلاوي ته یې ویلي چې د ترهګرو ملاتړ دوی ته د منلو نه دی او باید د دغه ملاتړ د پای ته رسولو لپاره ځانګړي ګامونه واخیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د اکتوبر په ۲۷ مه د طالبانو حکومت تر واک لاندې ملي ټلویزیون خبر ورکړی وو چې په دوهم پړاو مذاکراتو کې، په ډېری مواردو هوکړه شوې او ټاکل شوې چې په څو نورو محدودو موضوعاتو د نن ورځې تر پایه هوکړه وشي.

په خبر کې راغلي و چې د درېیمې ورځې د مذاکراتو په پایله کې به د اوربند د غځېدو، د لارو د بېرته پرانیستلو، د بندیانو د خوشې کولو، د راتلونکې ناستې د وخت او ځای او ځینو نورو موضوعاتو په اړه یوه ګډه اعلامیه هم خپره شي، خو د پاکستان حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه نه وو ویلي.

د استانبول ناسته د روانې اکتوبر په ۲۵ مه پیل شوې او ویل کېدل چې درې ورځې دوام کوي.

دا د دوحې د ناستې دوام دي.

د دوحې ناسته د اکتوبر په ۱۹ شوې وه.

په هغه ناسته کې د طالبانو د حکومت او پاکستان د دفاع وزیرانو په مشري پلاویو برخه اخیستې وه چې کې په سم لاسي اوربند او په استانبول کې په دوهم پړاو خبرو، سلا وشوه.

په دوهم دور مذاکراتو کې بیا د طالب پلاوي مشري حاجي نجیب کوي چې مخکې د استخباراتو ریاست اداري مرستیال و.

په دې پلاوي کې د طالبانو د حکومت د سیاسي کمېسیون یو غړی انس حقاني، د بهرنیو چارو وزارت لومړی سیاسي رئیس نور احمد نور، د دفاع وزارت د اپراسیون رئيس نورالرحمان نصرت او د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي شامل هم دي.

دغه شان یو شمېر پاکستاني خبریالانو د سرچینو له قوله ویلي چې د پاکستان له اړخه په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د پاکستان د استخباراتو مسول، د پوځ عملیاتي مشر او د بهرنیو چارو وزارت استازی ګډون لري.

دا وروسته له هغې ده چې د طالبانو دفاع وزارت د اکټوبر ۱۱مه په یوه اعلامیه کې وویل چې پاکستان د کابل هوايي حریم نقض کړی او په پکتیکا کې یې په ملکي کسانو هوايي بریدونه کړې دي.

له دې وروسته د ډیورند کرښې په اوږدو کې د دواړو لورو ترمنځ په وقفه یې ډول سختې نښتې وشوې چې طالبانو ورته د انتقامي بریدونو نوم ورکړ او دواړو لورو ته په کې د مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې هم وشوې.

په دې نښتو کې لسګونه ولسي وګړو ته هم د مرګ ژوبلې د اوښتو راپورونه ورکړل شول.

دغه شان د ډیورند کرښې په اوږدو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې دروازې نن (د اکټوبر۲۸مه) د ۱۸ مې ورځې لپاره لا هم تړلې دي چې له امله یې سوداګرو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG