د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

د افغانستان د راتلونکي په اړه د بېلابېلو امریکايي چارواکو څرګندونې او اندېښنې


ارشیف، افغانستان کې د یوه مېشت امریکايي سرتېري پر یونیفورم د افغانستان او امریکا ملي بیرغونه
ارشیف، افغانستان کې د یوه مېشت امریکايي سرتېري پر یونیفورم د افغانستان او امریکا ملي بیرغونه

له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتو له پیل سره سم، د دې هېواد د وضعیت او راتلونکي په اړه د بېلابېلو امریکايي چارواکو څرګندونې او اندېښنې لا هم مطرح کېږي او دا لړۍ ګرمه روانه ده.

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د افغانستان په اړه غږېدلی دی.

انتوني بلېنکن د سي‌بي‌اېس ټلوېزیون د ۶۰ دقیقو خپرونه کې ویلي، له افغانستانه‌یې د عسکرو وتل، د دې هېواد د پرېښودو په معنی نه‌دي.

ښاغلی بلېنکن زیاتوي: "موږ باید هر ډول سناریو ته چمتو واوسو او د هرې تګ‌لارې له مخې وضعیت څارو. موږ ۲۰ کال کېږي چې افغانستان کې بوخت یوو. کله دا هېروو چې موږ ولې هلته ولاړو. زموږ د دې کار هدف د سپټمبر د ۱۱مې بریدګرو پر وړاندې عمل و او موږ دا کار وکړ، خو اوس له دې کبله چې زموږ عسکر خپل کور ته راځي، دا د «افغانستان» د پرېښودو په معنی نه‌وه، نه‌ده."

ارشیف، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په کابل کې د امریکا سفارت کې د یوې خبري غونډې پر مهال.
ارشیف، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په کابل کې د امریکا سفارت کې د یوې خبري غونډې پر مهال.

ښاغلي بلېنکن ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به په اقتصادي، بشري او پرمختیايي برخو کې د دوی مرستې دوام وکړي.

په همدې حال کې د امریکا لوی درستیز جنرال مارک مېلي هم له افغانستانه د بهرنیو عسکرو له وتو وروسته، د دوه احتمالي پایلو په اړه غږېدلی.

ښاغلي مېلي د سي‌اېن‌اېن او اسوشیټډ پرس خبریالانو سره مرکه کې، که څه هم د افغانستان ځواکونه مجهز، روزل شوي او قوي ګڼلي، خو زیاتوي، کېدای شي د طالبانو پر وړاندې له بدو پایلو سره مخ شي.

هغه زیاته کړې: "یو احتمال دا دی چې کېدای شي په حقیقت کې له ډېرو بدو پایلو سره مخامخ شوو، خو دا احتمال هم لیرې نه‌دی چې افغان پوځ له خپل حکومت سره یوځای د دې ټولو ستونزو سره ښه مبارزه وکړي."

خو جنرال مېلي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اړینې بولي چې په خبره‌یې، د بریالي کېدو پر مهال‌یې په دې هېواد کې د یوې بلې کورنۍ جګړې مخه نیول کېدای شي.

د امریکا لوی درستیز مارک میلي
د امریکا لوی درستیز مارک میلي

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا بیا باور لري چې افغان ځواکونه کولای شي له خپلې خاورې او خلکو ساتنه وکړي.

د دې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ نن ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له بېلابېلو وړتیاوو سره سره، له خپلې جغرافیې سره بلد دي او په وروستیو کې ۹۶ سلنه عملیات دوی په خپله کوي. غوره تجهیزات او وسایل لري او له خپل هېواد او ولس څخه په مېړانه دفاع کوي."

خو له نظامي چمتووالي سربېره، د افغانستان د اوږدې کشالې د حل لپاره سیاسي هڅې او سولې ته د رسېدو په هدف د اجماع د پیاوړتیا لپاره هڅې هم روانې دي.

جمهور رئیس غني تېرو دوو ورځو کې د ملي شورا له مشرانو سربېره، له بېلابېلو ګوندي او جهادي مشرانو سره کتلي. جمهوري ریاست د دې لیدنو هدف، د سولې لپاره د اجماع پیاوړتیا ښودلې.

بل‌خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی سیمې ته د خپل سفر پر دوام ازبکستان ته تللی او هلته‌یې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره لیدلي دي.

زلمي خلیلزاد له دې لیدنې وروسته ویلي، ټول لوري باید د افغانستان د ۴۰ کلنې شخړې د سیاسي حل لپاره له روانو پرمختګونو ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG