د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

نن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل رسماً پیلېږي؛ د طالبانو پرېکړه څه ده؟


افغانستان کې امریکايي سرتیري
افغانستان کې امریکايي سرتیري

نن د مې لومړۍ نېټه چې د غويي له ۱۱مې سره برابره ده هغه ورځ ده چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر رسماً پیلېږي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د موافقې پر اساس چې ۱۴ میاشتې مخکې د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوه، دا بهیر باید نن بشپړ شوی وای.

ولسمشر جوبایډن دوه اوونۍ مخکې اعلان وکړ چې د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر به د مې په لومړۍ نېټه پیل او د سېپټمبر تر ۱۱مې پورې بشپړ شي.

طالبانو له دې مخکې ګواښ کړی و چې که نړیوال پوځیان د دوحې د موافقې له مخې په ټاکلي وخت ونه وځي نو حملې به پرې وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې امریکايي لوري له خپلو ژمنو څخه سرغړونه کړې ده، خو ښاغلي نعیم په دې اړه چې طالبان به اوس د وتلو پر مهال پر بهرنیانو حملې وکړي که نه، وویل، د طالبانو لپاره لارې خلاصې دي او دوی به په دې اړه د هېواد د دیني او ملي ارزښتونو په رڼا کې پرېکړه وکړي. هغه ونه ویل چې دا پرېکړه به څه وي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم

داسې ښکاري چې امریکا او طالبان تر اوسه د یو بل پر وړاندې نرمه ژبه کاروي او په خپلو اړیکو کې کړکېچ ته لاره نه ورکوي. طالبانو د دوحې له موافقې په راوروسته موده کې په رښتیا هم د امریکا او ناټو پر ځواکونو ان یو برید هم نه دی کړی خو برعکس پر افغان ځواکونو خونړیو حملو ته دوام ورکوي.

په دې حملو کې نه یوازې دولتي سرتېرو بلکې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

د همدې حملو په لړۍ کې تېر ماښام د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د روغتیا ریاست روغتون ته څېرمه خونړۍ چاودنه وشوه چې لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل.

په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس د لویدیځو چارواکو له قوله راپور ورکوي چې وايي، طالبانو په تېر یوه کال کې د نورو سیالو ډلو یا تُندلارو وسله والو د احتمالي حملو پر وړاندې د نړیوالو ځواکونو د پوځي اډو ساتنه کړې.

دې چارواکو چې د رویټرز په راپور کې یې نومونه نه دي یاد شوي ویلي، طالبانو د دې اډو ساتنه د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر ۲۰۲۰ کال د فبروري میاشتې د موافقې د یوې پټې ضمیمې په اساس کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له خوا د نړیوالو ځواکونو د پوځي اډو د ساتنې د ادعاوو او په دې اړه چې ایا د امریکا او طالبانو د سولې موافقې پټې ضمیمې لرلې که نه سمدستي غبرګون نه دی ښودلی.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل، دا چې طالبان د بهرنیو پوځیانو د اډو ساتنه کوي خو پر افغانان حملې کوي په ډاګه ښيي چې دوی د افغانستان دښمنان دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند فواد امان
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند فواد امان

امان زیاته کړه: "طالبانو له امریکایانو او بهرنیو ځواکونو سره جګړه پای ته رسولې ده او اوس د افغان دفاعي امنیتي ځواکونو، د افغانستان د خلکو او دولت پرضد جګړې ته دوام ورکوي. دا په حقیقت کې له افغانانو سره د طالبانو د واضحې دښمنۍ نښه ده. د دوی جګړه یوازې د پردیو هېوادونو د ګټو لپاره ده."

خو طالبان دا راپورونه ردوي. د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه په یوه پیغام کې ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د دوحې د موافقې پر اساس په تېرو ۱۴ میاشتو کې د امریکایانو پر پوځي اډو حملې نه کولې.

مجاهد زیاته کړه چې طالبانو د امریکا د پوځي اډو د ساتنې هېڅ راز تعهد نه و، کړی خو خپلو وسله والو ته یې اجازه نه ورکوله چې د بهرنیو ځواکونو پر اډو برید وکړي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG