د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

عبدالله عبدالله: د بهرنیو ځواکونو وتل ښايي د طالبانو د جنګ غوښتنې دریځ پياوړی کړي


د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په لومړنیو ورځو کې لوړپوړي افغان چارواکي د طالبانو د جنګي دریځ په لا تشدید اندېښمن دي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، طالبان د سوله‌ییزو لارو پر ځای په جګړو غور کوي.

ښاغلي عبدالله له امریکا غږ (وي‌اواې) ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې چې یکشنبه «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۲» خپره شوې دا څرګندونې کړې دي.

په دې مرکه کې ښاغلی عبدالله سره له دې چې د سولې خبرو ته هیله ښکاروي، خو سولې ته د طالبانو دریځ مبهم بولي.

ښاغلی عبدالله وايي: "یو لوری چې فکر کوي د (ځواکونو) د وتلو له امله رامنځته شوې خلا به دوی د ځان په ګټه وکاروي دا یې دریځ پیاوړی کوي. یوه خوا چې د سوله‌ییزو لارو پر ځای په محاربې غور کوي. دا د اندېښنې وړ ده چې د طالبانو دریځ ښايي قوي شي. تر کومه ځایه چې دوی پلمې کوي او دلیلونه راوړي."

ښاغلی عبدالله وایي طالبانو د بهرنیو ځواکونو موجودیت پلمه ګرځاوه، اوس خو د ده په خبره بهرنیان وځي او په درېیو میاشتو کې به هېڅ بهرنی عسکر د افغان دولت تر څنګ نه‌وي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د اپرېل ۱۴مې پرېکړې سره سم له افغانستانه د پاتې دوه نیمو زرو امریکایي او اووه زرو ناټو (غیر امریکایي) ځواکونو وتل رسماً د مې په لومړۍ پيل شول.

د راپورونو په اساس یو شمېر عسکر ان له دې رسمي نېټې مخکې هم وتلي دي.

طالبانو د مې په لومړۍ اعلان وکړ چې د بهرنیو ځواکونو په ځنډ وتل د دوحې له موافقې سرغړونه ده او دا کار دوی ته د بهرنیو ځواکونو په وړاندې د هر ډول اقدام لار خلاصوي.

د طالبانو له دې اعلان څو ساعته وروسته امریکایي ځواکونو د کندهار په هوايي ډګر یو توغندیز برید شنډ کړ.

د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر بیا ګواښ وکړ چې په ائتلافي ځواکونو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړو باندې هر ډول برید به په کلکه ځواب شي.

افغان چارواکي د دې ترڅنګ چې د سولې د خبرو لپاره هیله‌من دي، خو د طالبانو جنګي دریځ ان دومره اندېښمن کړي چې د کورنۍ جګړې احتمال هم نه‌ردوي.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ښاغلي عبدالله له امریکا غږ سره په خبرو کې دا پوښتنه چې که خبرې ناکامه شي، کورنۍ جګړه پېښېږي که څنګه؟ داسې ځواب کړه: "موږ دا سناریو چې شرایط به خلکو ته ډېر سخته شي نه‌شو ردولی او جنګ به دوام وکړي، خو زما خبره دا ده چې اوس وخت طالبانو نه‌دي ویلي چې دوی خبرې نه‌کوي نو راځئ هیله ونه‌بایلو که نه نو بیا به تر ټولو ناوړه سناریو وي، نو د اوس لپاره باید ټول تمرکز په دې وي چې څنګه دا مسئله (د سولې خبر) کارنده کړو."

ښاغلي عبدالله یو وار بیا طالبان وهڅول چې خبرو ته ورسره کېني او لانجه د خبرو له لارې هواره کړي.

طالبانو بیا ټینګار کړی چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې دوی د افغانستان اړوند غونډو کې ګډون نه‌کوي.

له دې سره په یوه وخت چې امریکا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د رسمي وتلو نېټه اعلان کړه په ځینو ښاري سیمو کې لوی بریدونه هم شوي.

لوګر کې د خونړي موټر بم برید قربانیان
لوګر کې د خونړي موټر بم برید قربانیان

د لوګر د جمعې ماښام خونړی موټر برید د دغو لویو بریدونو یوه بېلګه ده چې لسګونه ملکیان په‌کې مړه او ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG