د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

لوګر کې موټر بم برید؛ کورنیو چارو وزارت: ۲۱ تنه وژل شوي


په لوګر کې برید له ۹۰ نه زیات کسان ټپیان کړي هم دي.
په لوګر کې برید له ۹۰ نه زیات کسان ټپیان کړي هم دي.

د لوګر په مرکز پل علم کې خونړۍ چاودنې ۲۱ کسان ووژل او له نوي زیات نور یې ټپیان کړل.

د افغانستان دکورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته وویل چې دا چاودنه د طالبانو کار دی. نوموړي زیاته کړه چې د پېښې قربانیان ټول ملکي وګړي دي.

د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه د ولایتي شورا د پخواني رئیس پر مېلمستون شوې ده: "دا ځای د ولایتي شورا د پخواني رئیس ډاکټر صاحب ولي وکیل مېلمستون و. هلته یوه ډاینا راځي او وايي، موږ د موسسې خلک یو، روژه ماتی راوباسئ. موټر چې دننه ننوځي، انفجار کوي، هغه کور ټول مکمل ویجاړېږي."

ښاغلی ستانکزي زیاتوي، په دې موټر بم برید کې مېلمستون ته نژدې د روغتیا ریاست روغتون هم سخت زیانمن شوی دی.

د دې حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد آزادۍ راډیو ته وویل چې په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي.

په افغانستان کې اروپايي ټولنې په خپل ټویټر د لوګر د پېښې قربانیانو سره د خواخوږۍ په پار لیکلي چې د ملکیانو وژل او ژوبلول د ټول هېواد لپاره یوه تراژیدي ده او په ټکو یې دا ډول بې معنا حملې باید ژر ودریږي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، چاودنه ډېره زوروره وه او شااوخوا کورونو ته یې هم زیان اړولی.

XS
SM
MD
LG