د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

د ناټو عمومي منشي: له طالبانو تمه لرو چې پسرلني عملیات پیل نه‌کړي


سټولټنبرګ د ناټو دفاع وزیرانو تر غونډې مخکې په انلاین خبري کنفرانس کې
سټولټنبرګ د ناټو دفاع وزیرانو تر غونډې مخکې په انلاین خبري کنفرانس کې

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، له طالبانو تمه دا ده چې پسرلني عملیات پیل نه‌کړي، بلکې پر ځای یې له امریکا سره د دوحې د موافقې له مخې تاوتریخوالی کم کړي.

ده زیاته کړه: "د هر ډول معنی لرونکې سولې هڅې باید د اورکم پر اساس وي، نو زما، د ناټو غړو هېوادونو او نړیوالې ټولنې لپاره به پیغام اورکم وي او د طالبانو پسرلني عملیات به په بشپړه توګه برعکس پيغام وي."

سټولټنبرګ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې مخکې په انلاین خبري کنفرانس کې نن د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې طالبان باید په روښانه توګه وښيي چې د القاعده شبکې او نورو ترورېستي ډلو ملاتړ نه‌کوي. د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه سبا د مارچ په ۲۳مه نېټه په بروکسل کې پیلېږي.

د ناټو سازمان بیرغ
د ناټو سازمان بیرغ

سټولټنبرګ په خبري کنفرانس کې وویل چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په پرېکړه کې به د دوی د ارزونې یوه برخه دا هم وي چې طالبان له امریکا سره د موافقې دا ټکی څومره عملي کړی دی.

سټولتنبرګ زیاته کړه، افغان ځواکونه د دې توان لري چې د طالبانو د حملو مخه ونیسي.

په اوس وخت کې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو مأموریت په چوکاټ کې شاوخوا ۱۰ زره بهرني سرتېري افغان امنیتي ځواکونو ته د روزنې او هغوی ته د سلا مشورې ورکولو او ملاتړ چارې مخ ته وړي.

له طالبانو سره د امریکا د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹مې تړون له مخې باید ټول امریکایي ځواکونه تر مې میاشتې له افغانستانه وځي.

قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبروري میاشتې د ۲۹مې تړون
قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبروري میاشتې د ۲۹مې تړون

همداراز د دې موافقې له مخې به طالبان له القاعده شبکې او نورو ترورېستي ډلو سره اړیکې پرې کوي او په افغانستان کې به تاوتریخوالی کموي.

XS
SM
MD
LG