د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

د افغانستان کورنیو چارو وزیر: طالبان راتلونکي پسرلي کې د جګړې چمتووالی نیسي


ارشیف، ننګرهار کې یو شمېر طالب جنګیالي
ارشیف، ننګرهار کې یو شمېر طالب جنګیالي

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، طالبان راتلونکي پسرلي کې د جګړې لپاره چمتووالی نیسي.

مسعود اندرابي په کابل کې خبریالانو ته وویل، هغه اطلاعات چې امنیتي بنسټونو ترلاسه کړي طالبان د جګړې لپاره چمتووالی نیسي، خو افغان امنیتي بنسټونه خبرې او سوله د حل غوره لاره بولي.

ښاغلي اندرابي د یکشنبې په روځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۷» په کابل کې د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د دفاع وزارت مرستیال او سرپرست شاه محمود میاخېل سره ګډه غونډه کې خبریالانو ته وویل، طالبانو خپلې ژمنې نه‌دي عملي کړي او لکه څنګه چې تېر کال‌یې لاسته راوړنې نه‌درلودې په راتلونکي کال کې هم څه نه‌شي کولای.

ښاغلی اندرابي زیاتوي: "زموږ ټول معلومات دا ښیي چې طالبان راتلونکي پسرلي کې د جګړې لپاره چمتووالی نیسي، طالبان په دې هڅه کې دي چې تعیینات ولري، اکمالات ترلاسه کړي او جګړه پیل کړي، خو موږ هیله‌مند یو چې دغه ډله د سولې لاره غوره کړي او د خلکو له وژنو لاس واخلي."

د کورنیو چارو وزیر وايي، افغان امنیتي بنسټونو کې له ژورو اصلاحاتو وروسته د جګړې روحیه له پخوا پیاوړې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي

طالبان بیا وايي، دوی سولې ته ژمن دي، خو هر هغه څوک چې د سولې پروسه له ستونزو سره مخ کړي پر وړاندې يې جدي ګامونو پورته کولو ته چمتووالی لري.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، نظامي اقدامات وروستۍ پرېکړه ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب دغې غونډه کې په هېواد کې روان تاوتریخوالي ته په اشارې سره وايي، له تېرو دوو اوونیو راهیسې په کابل کې د تاوتریخوالي پېښې د پام وړ کمې شوي.

ښاغلی محب وايي: "هغه اجراأت چې امنیتي بنسټونو له تېرو دوو اوونیو راهیسې ترسره کړي دي، په تېرو دوو اوونیو کې ۶۶ فیصده د تاوتریخوالي کچه راکمه شوې ده او دغه پرمختګ د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست په همکارۍ شوی، د دې بنسټونو دغه هڅې به دوام ولري."

ښاغلی محب وايي، په ورستیو کې امنیتي بنسټونه نه‌ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي چې په پایله کې يې د جنايي جرمونو کچه نه‌یوازې په کابل، بلکې په نورو ولایتونو کې هم راټيټه شوې ده.

ښاغلي محب داسې مهال د تاوتریخوالي د کمېدو خبره کوي چې په همدغه ورځ په کابل ښار کې یوې چاودنې یو کس وواژه او څلور نور یې تپیان کړل.

د کابل پولیس وايي، چاودنه د کابل په ۱۹مه ناحیه کې د مقناطسي ماین له امله رامنځته شوې.

XS
SM
MD
LG