د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

د امریکا او طالبانو د موافقې پر بیا کتنې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار


د حنیف اتمر او راس وېلسن لیدنه
د حنیف اتمر او راس وېلسن لیدنه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر پرون په کابل کې د امریکا سفارت له سرپرست او شارزدافیر راس وېلسن سره د متحده ایالاتو او د طالبانو د موافقې پر بیا کتنې تأکید وکړ.

حنیف اتمر د طالبانو او امریکا د موافقې په اړه د بیا کتنې پر ټینګار سربېره د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ د مشورو د زیاتوالي، په خپلو ژمنو د طالبانو د درېدو او د عیني واقعیتونو پر اساس د پرېکړو پر کېدو ټینګار وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د اتمر او وېلسن د پرونۍ کتنې په اړه تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "د امریکا سفارت شارژدافیر ښاغلي وېلسن د بهرنیو چارو وزیر ته د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړ او د سولې بهیر د کامیابۍ په هکله‌یې هیله څرګنده کړه."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد

تر دې مخکې امریکایي چارواکو ویلي و چې د طالبانو او امریکا د موافقې په اړه چې یو مهم شرط‌یې له القاعده سره د طالبانو د اړیکو شلول دي، له سره غور کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس په دې وروستیو کې ویلي چې د جو بایډن اداره له القاعده سره د طالبانو د اړیکو د شلولو، د شخړو د کمولو او د سولې په خبرو کې د ګډون په اړه د طالبانو ژمنې له سره ارزوي.

نږدې یوه میاشت کېږي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې درېدلې دي.

د افغانستان د سیاسي چارو څېړونکی عمر صمد چې په امریکا کې دېره له اتلانتیک شورا سره همکار دی، وایي د امریکایي چارواکو وروستیو څرګندونو ته په پام طالبانو ته له دې پرته چې منتظر پاتې شي، بله لاره نه‌ده پاتې.

ښاغلی صمد زیاتوي: "کله چې د امریکا متحده ایالاتو څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې له طالبانو سره د تېر کال پر موافقې له سره غور کوي، زما په فکر د دوحې مذاکرات له عملي او منطقي پلوه نور ځنډېدلي ځکه دي چې طالبان د انتظار په حالت کې دي. انتظار د دې لپاره چې له واشنګټنه څه نوې خبرې راووځي. بناً هغوی لازمه نه‌بولي چې په اوسنیو شرایطو کې خبرو ته دوام ورکړي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹مې تړون
د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹مې تړون

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل چې مذاکرات نه‌دي درېدلي، بلکې د هغه په وینا په هرو مذاکراتو کې ځنډ یوه عادي خبره ده.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹مې موافقې له مخې که طالبان له ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډون په خپلو ژمنو ودرېږي، ټول امریکایي ځواکونه به د روان کال تر مې میاشتې له افغانستانه ووځي، خو د جو بایډڼ د ادارې د لوړپوړو امنیتي سلاکارانو د وروستیو څرګندونو سربېره چې ویلي یې دي له طالبانو سره پر شوي تړون له سره غور کوي، په دې وروستیو کې د امریکا د کانګرس له‌خوا ګومارل شوې د افغانستان د مطالعاتو ډلې هم په یوه راپور کې وویل چې واشنګټن دې د مې میاشتې ضرب‌الاجل وغځوي.

په دغه راپور کې چې د فبرورۍ په درېیمه خپور شو او د کانګرس دواړو، ډیموکراتانو او جمهوري‌پالو یې په برابرولو کې ونډه اخیستې، ویل شوي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو کمېدا باید د سولې په خبرو کې له پرمختګ، د طالبانو له‌خوا د شخړو له کمېدو او د القاعده په مخنیوي پورې وتړل شي.

په دې راپور کې دغه‌راز ویل شوي چې له افغانستانه د ټولو امریکایي سرتېرو وتل ښایي د کورنۍ جګړې، د سیمې د بې‌ثباتۍ او د القاعده د بیا راژوندي کېدو سبب شي.

دغې ډلې دا هم ویلي چې امریکا باید په اسانۍ طالبانو ته بریالیتوب په لاس ورنه‌کړي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ پر شوې موافقې بیا کتنه داسې مهال کېږي چې درې اوونۍ وروسته د دغې موافقې یو کال پوره کېږي، خو هغسې چې تمه‌یې کېده نه د سولې په پروسه کې د کوم پرمختګ څرک لیدل کېږي او نه هم شخړې کمې شوي، بلکې برعکس طالبانو په دې وروستیو کې شخړو ته لا زور ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG