د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

د ملي مصالحې عالي شورا: طالبانو په بې دلیله پلمو د سولې خبرې ځنډولي


دوحه کې د سولې دغونډې یوه څنډه
دوحه کې د سولې دغونډې یوه څنډه

د ملي مصالحې عالي شورا پر طالبانو تور لګولی چې په بې دلیله او ناموجهو پلمو د سولې په خبرو کې د ځنډ باعث کېږي.

د جنوري په پنځمه د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د خبرو د دوهمې مرحلې له پیل راهیسې بین الافغاني مذاکرات په ټپه درېدلي دي.

د سولې د عالي شورا نن جمعه (د سلواغې ۱۷مه) په یوه خبرپاڼه کې د دې شورا د رئیس عبدالله عبدالله له قوله ویلي چې طالبان د جګړې د پای ته رسولو په اړه د اصلي خبرو پرځای په سفرونو او حاشیوي بحثونو بوخت دي، خو وسله وال یې په افغانستان کې د خلکو پرضد تشدد ته دوام ورکوي.

طالبانو تر اوسه د دې بیان په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG