د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

هشت صبح: طالبان دې افغانان بیا د ۷۰مې لسیزې بدبختیو ته نه ورګرځوي


ارشیف، د پکتیا یو شمېر طالب وسله وال
ارشیف، د پکتیا یو شمېر طالب وسله وال

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په بېلابېلو موضوعاتو بحث او تبصرې شوې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې سرمقالې کې طالبانو ته خطاب کې لیکل شوي چې د افغانستان له معاصر تاریخه دې تجربه واخلي او افغانان دې یو ځل بیا د اویایمې لسیزې بدبختیو ته نه ور ګرځوي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، افغانان پوهېږي که د ډاکټر نجیب او د مجاهدینو ډلې د ډیموکراټيک حکومت په پای کې هوکړې ته رسیدلې وای، افغانستان کې به زرګونه خلک نه وژل کېدل.

د لیکوال په باور، اوس مهال دوحه کې د طالبانو له خوا د دوهم پړاو مذاکراتو پيل لپاره پلمې او د خبرو له مېزه شاتګ په همدې معنا دی چې دا ډله لا هم نه غواړي چې خبرو ته کیني او افغان حکومت سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

په سرمقالې کې راغلي، اوسنی افغان حکومت که څه هم نیمګرتیاوې لري، خو د ډاکټر نجیب د حکومت برعکس د نړیوالو او د ناټو ملاتړ له ځانه سره لري، نو طالبان باید له اوسني فرصته ګټه پورته او له خپلو افغانانو سره هوکړې ته ورسېږي.

  • ویسا

د ویسا ورځپاڼې سرمقالې کې بيا د افغانستان د وضعیت د مطالعې لپاره د امریکا کانګرس پلاوي تازه څیړنیز راپور باندې بحث شوی.

سرمقاله کې راغلي، د دې پلاوي مشري چې افغانستان کې د متحده ایالاتو د پوځ پخوانی قوماندان ډنفورډ او په ترکیب کې یې پخواني امریکایي چارواکي، پوځیان او د کانګرس غړي شامل دي یو کال څېړنه کړې ده.

لیکوال لیکلي:

که څه هم یاد راپور کې، د افغان سولې بهېر په دوام، د دوحې د هوکړې پر بنا د امریکايي ځواکونه نه وتل، د سولې بهېر د افغانانو شل کلنې لاسته راوړنې په پام کې نیول او د اوسنی افغان حکومت فساد ته د امریکا د اشارې په اړه راغلي، خو وبه ولیدل شي چې د امریکا نوې اداره څومره یادو ټکو ته پاملرنه کوي؟

د لیکوال په باور، د طالبانو او امریکا ترمنځ به د سولې د هوکړې مهالویش پلي نه شي ځکه چې د بندیانو د خوشې کولو په بهير او په مذاکراتو پرمختګ نه دی شوی.

هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼه بیا د امریکا د کانګرس د راپور هرکلی کړی دی.

په سرمقاله کې لیکل شوې، افغان حکومت د نړیوالو ځواکونو د پاتېدو په اړه د امریکا د کانګرس د ځانګړې ډلې د راپور هرکلی کوي.

د لیکوال په باور په داسې حال کې چې طالبانو د بل هر وخت پرتله تاوتریخوالی ډېر کړی او په دوحه کې دوهم پړاو مذاکراتو ته هم تن نه ږدي، نو د امریکا دا دريځ واقع بینانه دی.

په سرمقالې کې راغلي، افغان حکومت د امریکا او ناټو دغه دریځ د زړه له تله مني، خو د تلپاتي او باعزته سولې راتګ ته سترګې په لاره او مؤقت حکومت ورته د منلو نه دی.

XS
SM
MD
LG