د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

صالح: د بایډن راتګ سره د امریکا-افغانستان اړیکو کې مثبت او د لمس وړ بدلون راغلی


د افغان ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح
د افغان ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح

د افغانستان د جمهور رئیس لومړی مرستيال وايي، د امریکا له دفاع وزیر سره د ولسمشر محمد اشرف غني د بېګاه شپې په خبرو کې له امریکايي لوري سره د طالبانو د دوحې په هوکړه کې د شته تشو په اړه هم خبرې وشوې.

امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي دا خبرې هم ورسره وشوې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په هوکړه کې د نورو کميو تر څنګ په دغه توافق کې یو سنجول شوی مېکانیزم نشته.

نوموړي ليکلي، د افغان لوري له خوا په خبرو کې دا خبره هم شامله وه چې له بده مرغه د طالبانو په شفاهي ژمنو باور شوی او طالبانو په خپلې یوې ژمنې هم عمل نه دی کړی.

ښاغلي صالح ليکلي چې دغو خبرو کې له طالبانو د پاکستان د ملاتړ په اړه په اړه هم وويل شول چې هوکړه کې ورته هېڅ اشاره نه ده شوی او په خبره يې تر کومه چې دا ستونزه هواره نه شي د سولې کلي هم تر لاسه نه شي.

د ولسمشر د لومړي مرستيال په وينا، "د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکې بنسټیزې او اساسي ګڼو او وروسته له هغې چې د بایډن اداره رامنځته شوی په اړیکو کې مثبت او د لمس وړ بدلون راغلی."

ښاغلي صالح لیکلي، له بده مرغه د طالبانو په شفاهي ژمنو باور شوی او طالبانو په خپلې یوې ژمنې هم عمل نه دی کړی.
ښاغلي صالح لیکلي، له بده مرغه د طالبانو په شفاهي ژمنو باور شوی او طالبانو په خپلې یوې ژمنې هم عمل نه دی کړی.

امرالله صالح زیاته کړې، اوس واشنګټن زیات څه اوري او ليکلي، د افغانستان د مطالعې ډلې راپور خپرول یو بل نېک او د ستایلو وړ اقدام دی، په دغه راپور کې افغانستان او امریکا د سیاسي او امنيتي ګټو ته په درناوي د امریکا د دوو عمده ګوندونو نظرونه راخېستل شوي.

د افغانستان جمهوري ریاست هم په يوه اعلاميه کې ويلي چې بېګاه شپه ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له دفاع وزیر لوېډ اسټن سره ټیلیفوني خبرې کړې.

د افغانستان د دفاع وزیر مرستیال شاه محمد میاخېل بپا د دواړو لورو د خبرو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "د امریکا د دفاع د وزیر او د ولسمشر محمد اشرف غني ترمنځ په خبرو کې دوه درې ټکي زیات مهم دي لومړی دا چې د امریکا متحده ایالاتو او ناټو د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وښود او په ورته وخت کې باید د سولې په خبرو کې پرمختګ راشي او دغه شان باید تاوتریخوالی کم شي"

د افغانستان د دفاع وزیر مرستیال شاه محمد میاخېل
د افغانستان د دفاع وزیر مرستیال شاه محمد میاخېل

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن له افغانستان سره د مشارکت او غښتلو دفاعي اړیکو ډاډ ورکړی.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوېډ اسټن دا خبره له افغان ولسمشر اشرف غني سره تر خبرو وروسته په خپل ټوېټر لیکلې ده.

هغه ویلي، له افغان ولسمشر سره د افغان سولې د پروسې د چټک پرمختګ د اهمیت او د افغانستان او امریکا په ګډ قوي مشارکت وغږېد.

د ښاغلي اسټن په حواله په خبري بیان کې هم د امریکا د تعهد او د دفاعي اړیکو ډاډ ښودل شوی.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د امرالله صالح د ليکنې په اړه د طالبانو نظر هم ولري، خو تر اوسه نه ده بریالۍ شوې.

له دې مخکې طالبانو ویلي و چې دوی د دوحې هوکړې عملي کېدو ته ژمن دي، خو تازه دا چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ په خپله ټویټر لیکلي چې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ترکمنستان ته تللی.

XS
SM
MD
LG