د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

جو بایډن د لوړې له مراسمو وروسته: ډیموکراسي غالبه شوه


ولسمشر جو بایډن د لوړې له مراسمو وروسته
ولسمشر جو بایډن د لوړې له مراسمو وروسته

جوبایډن ته د امریکا د سترې محکمې قاضي القضات جان رابرټ د انجیل پر هغې نسخې لوړه یا قسم ورکړ چې له ۱۹مې پېړۍ را په دې خوا د ده له کورنۍ سره دی.

د بایډن تر لوړې مخکې د هغې لومړۍ مرستیالې کماله هارېس لوړه وکړه او نوموړې لومړنۍ مېرمن او بیا لومړنۍ تور پوستې ده چې د لومړۍ مرستیالۍ څوکۍ ته رسېږي.

د لوړې دا مراسم د کرونا وبا تر سیوري او تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شول.

بایډن له لوړې وروسته ولس ته په وینا کې وویل: "یووالی د مخته تګ یوازنۍ لاره ده" او زیاته‌یې کړه چې "ډیموکراسي غالبه شوه."

بایډن پر کانګرس د ډونالد ټرمپ د پلویانو یرغل او ټاکنیزو ناندریو ته په اشارې وویل، امریکا سختې ورځې تېرې کړې.

جو بایډن د امریکا د متحدو ایالاتو ۴۶م ولسمشر شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:09:11 0:00

بایډن زیاتوي: "وروستیو اوونیو او میاشتو موږ ته له درده ډک درس راکړ، دلته واقعیت او د درواغو خبرې دي، د واک او ګټې لپاره درواغ ویل شوي دي، موږ د امریکایانو او په ځانګړې توګه د رهبرانو، داسې رهبرانو په توګه چې د اساسي قانون د عزت او د ولس د ساتنې ژمنې مو کړې دي، مسؤلیت لرو چې د حقایقو ننګه وکړو او درواغو ته ماتې ورکړو."

بایډن وویل، دا د امریکا، ډیموکراسۍ، تاریخ، هیلو، نوي‌والي او حل لارو ورځ ده.

بایډن د امریکا له پولو بهر خلکو ته هم پيغام درلود او ويې‌ویل، له نورو ملتونو سره یووالی به بېرته ورغوي.

ده وویل: "موږ به بېرته یووالی ورغوو، له نړۍ سره به یو ځل بیا یوځای شو، نه‌یوازې د پرونیو ستونزو د حل په خاطر، بلکې د نن او سبا د ننګونو لپاره."

د لوړې په دغو مراسمو کې ډونالد ټرمپ ګډون نه‌و کړی. دا په تېرو ۱۵۲ کلونو کې لومړی ځل دی چې د امریکا یو ولسمشر د خپل ځای ناستي د لوړې مراسمو کې برخه نه‌اخلي.

دغو مراسمو کې د امریکا درېیو پخوانیو ولسمشرانو جورج ډبلیو بوش، بېل کلېنټن او بارک اوباما ګډون کړی وو.

د بایډن د لوړې په مراسمو کې د امریکا پخوانیو ولسمشرانو هم ګډون کړی و
د بایډن د لوړې په مراسمو کې د امریکا پخوانیو ولسمشرانو هم ګډون کړی و

د امریکا بل پخوانی ولسمشر جیمي کارتر چې ۹۶ کاله عمر لري، نه‌دی توانېدلی چې دغو مراسمو کې ګډون وکړي.

د ټرمپ لومړي مرستیال مایک پنس او یو شمېر نور جمهوري‌پال قانون جوړوونکي بیا د لوړې مراسمو کې حاضر وو.

ټرمپ پرون د امریکا په وخت سهار ۸ او ۱۵ دقیقې له سپینې ماڼۍ ووت او په یوې هليکوپټره کې هغو مراسمو ته ولاړ چې د ده د خدای پامانۍ په هدف جوړ شوي وو.

ټرمپ که څه هم خپلو خبرو کې د جو بایډن نوم یاد نه‌کړ، خو نوې ادارې ته‌یې د ښو چارو هیله وښوده.

ټرمپ سپینې ماڼۍ سره خدای پاماني وکړه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:13 0:00

ده ویلي:" د پام وړ کارونو بنسټ‌یې تر شا پرېښی دی."

د خدای پامانۍ له مراسمو وروسته ټرمپ، مېرمن‌یې او د کورنۍ نور غړي یې د هوایي ځواک په الوتکه کې فلوریډا ته ولېږدول شول چې هلته بېرته د امریکا د یوه ځانګړي اوسېدونکي په توګه خپل ژوند پيل کړي.

XS
SM
MD
LG