د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

افغان حکومت د امریکا له نوي حکومته خپله غوښتنه مطرح کړه


د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن او د کابینې یو شمېر غړي یې
د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن او د کابینې یو شمېر غړي یې

د افغانستان حکومت د امریکا له نوي حکومته د کابل او واشنګټن ترمنځ د شویو تړونونو د درناوي غوښتنه وکړه.

د امریکا متحده ایالاتو نوی ولسمشر جو بایډن نن چهارشنبه په داسې حال کې د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه کوي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو ټیټې سطحې یعنې ۲،۵۰۰ ته رسول شوی دی.

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي کابل د امریکايي ځواکونو د شمېر کمېدلو ته اندېښنه نه‌لري.

ښاغلي صالح د بي بي سي له نړیوال سرویس سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، کابل او واشنګټن په خپلو کې د بېلابېلو همکاریو تړونونه لري: "موږ به له هغوی غوښتنه وکړو هغو موافقو ته درناوی وکړي چې له موږ سره‌یې لاسلیک کړي دي. دوی له موږ سره د ستراتېژیک شراکت تړون او دوه اړخیزه موافقه لاسلیک کړې ده. د هغو پر اساس دې دوی افغان حکومت ته اطلاع ورکړي او د ځواکونو د مناسب او منظم اخراج په باب دې له افغان حکومت سره کار وکړي."

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

تر دې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني هم د امریکايي ځواکونو د شمېر کمېدو په برخه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ پر همغږۍ ټینګار کړی و.

خو وسله‌وال طالبان بیا د امریکا له ټاکلي ولسمشر جو بایډن څخه غواړي هغې موافقې ته ژمن پاتې شي چې دې ډلې له امریکا سره د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې لاسلیک کړې ده.

ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، پرون سې شنبه له ازادي راډیو سره په خبرو کې د جو بایډن له ادارې وغوښتل: "د جو بایډن حکومت هم باید دې ټکي ته جدي متوجې وي چې د دوحې تړون عملي کړای شي چې ورسره د امریکا دا اوږده جګړه پای ته ورسېږي او ورسره د افغانستان خلک هم له دغو بدمرغیو او جګړې راووځي."

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي

جو بایډن د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال په افغانستان کې د امریکا د پوځي مأموریت او د دغه مأموریت د راتلونکي په اړه زیاتې څرګندونې نه‌دي کړي.

خو په واشنګټن ډي. سي کې د نړیوالو چارو د انستیتوت مشر هاشم وحدتیار فکر کوي چې د جو بایډن د ادارې او کابل ترمنځ به سیاسي شراکت بهتره شي.

ښاغلی وحدتیار زیاتوي: "سیاسي مشارکت به د جو بایډن په اداره کې بهتره شي، خو دا به یو څه شرایط ولري. لومړی دا چې د جو بایډن د ادارې لپاره په امریکا کې دننه ډېر لومړیتوبونه شته چې له چین، روسیې او نورو سره مسایل دي چې دا به وخت ونیسي. دوهمه خبره دا ده چې اوس هم د واشنګټن او کابل ترمنځ اړیکې ډېرې ښې نه‌دي. په ځانګړي ډول د قطر پروسې د کابل یو څه شکونه ولاړ کړي دي. کابل باید اوس په واشنګټن کې یوه ډېره قوي ډیپلوماتیکه دستګاه فعاله کړي."

د افغانستان حکومت د جو بایډن له ادارې د کابل او واشنګټن ترمنځ شویو موافقو ته تعهد غواړي طالبان بیا په قطر کې له امریکا سره لاسلیک شوې موافقې ته د ژمن پاتې کېدو غوښتنه لري.

د امریکا ټاکلی ولسمشر جو بایډن ښايي په راروانو ورځو کې د افغانستان په باب د خپلې ادارې د پالېسۍ جزئیات په ډاګه کړي.

XS
SM
MD
LG