د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

د ترکیې پوهنې بنسټ ۴۰۰ افغان زده کوونکو ته بورسونه ورکړل


د ترکیې يو پوهنتون
د ترکیې يو پوهنتون

په افغانستان د ترکیې د پوهنې بنسټ ۴۰۰ افغان زده کوونکو ته د لوړو زده کړو بورسونه ورکړل.

‎19کلن برکت الله چې د دغې بورس له لارې ترکیې د انجنیرۍ رشته کې د زده کړو لپاره روان دی، وایي دا د افغان ځوانانو د زده کړو او تعلیم په برخه کې ګټور ګام دی.

هغه وویل: "دا به انشاءالله چې په راتلونکي کې د افغان ځوانانو لپاره ګټور تمام شي او وبه کړای شي چې په بېلابېلو برخو کې خپل هېواد ته خدمت وکړي."

‎برکت الله وايي، له یو لړ امتحانونو وروسته دغه بورس ته بریالی شوی.

‎19کلنه مرجان هم د ترکیې د پوهنې بنسټ د دغو ورکړل شویو بورسونو له زده کوونکو ده.

‎مرجان وایي، هیله یې دا ده چې له زده کړو وروسته بېرته هېواد ته راستنه شي هو د خپلو خکلو خدمت وکړي.

هغه زیاته کړه: "زما هیله دا ده چې په ترکیه کې له زده کړو وروسته خپل هېواد ته راستنه شم، دلته هم د دغه شان زده کړو زمینه برابره کړو او بالاخره خپل خلکو او هېواد ته د خدمت جوګه شم."

‎مرجان له ترکیې غواړي، چې په راتلونکي کې نورو افغان ځوانانو ته هم د لوړو زده کړو په برخه کې ورته فرصتونه برابر کړي.

‎په افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ د نشراتو او عامه پوهاوي مسوول رضا پارسا ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، چې د دغه بنسټ هدف دا دی چې افغان زده کوونکو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.

پارسا زياتوي: "د ترکیې د پوهنې بنسټ یوه ژمنه دا ده چې افغان زده کوونکو لپارت د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي، د همدې لپاره یې دغو افغان زده کوونکو ته بورسونه ورکړي او همدا یې هدف دی چې دوی په ښه کیفیت زده کړې وکړي."

‎ښاغلی پارسا وايي، د دغو څلور سوو بورسونو اتیا سلنه لګښت د ترکیې دولت ورکوي او پاتې نور لګښت افغانان زده کوونکي پرې کړي.

‎د ښاغلي پارسا په خبره، دغه ورکړل شوي بورسونه د افغان _ترک ښوونځیو زده کوونکو او نورو افغان ځوانانو ته ورکړل شوي‌ دي.

‎په افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ په خبره، یادې بورسیې په بېلابېلو رشتو لکه طب، انجنیري، کمپیوټر ساینس، نړیوالې اړیکې، حقوق، اداره او منجمنت او نورو رشتو کې ورکول شوي دي.

‎هڅه مو وکړه، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت نظر هم ولرو دا خو د دغه وزارت ویاند او نور چارواکو زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

‎دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال ګڼ شمېر نور افغان محصلین هم د ترکیې په ګډون په هند، پاکستان، امریکا، چین، روسیې او ګڼو نورو هېوادونو کې د بورسونو له لارې په لوړو زده کړو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG