د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

۴۹ تنه افغان روغتیايي کارکوونکي د زده کړې لپاره ترکیې ته استول کیږي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او ترکیې ترمنځ د یوه تړون له مخې ۴۹ تنه افغان روغتیايي کار کوونکي ترکیې ته استول کیږي.

دعامې روغتیا وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې چې په روان لمریز کال کې یې بیلا بیلو هیوادونو ته شا او خوا ۳۵۰ تنه روغتیايي کارکوونکي لنډ مهالو او اوږدمهالو زده کړو لپاره لیږلي دي.

د عامې روغتیا وزیري د یکشنبې په ورځ دا خبره ترکیې ته د ۴۹ تنو ډاکترانو او نرسانو د لیږلو پر وخت وکړه، چې هلته به په بیلا بیلو برخو کې له ۳ تر شپږو میاشتو زده کړي وکړي.

ډاکټرې ثریا دلیل وویل، چې دغه کسان د کابل د ډاکټرانو او نرسانو له منځ د یوې ازموینې له لارې انتخاب شوي؛ چې د زده کړو لګښت یې افغانستان او ترکیه په ګډه ورکوي.

"له نیکمرغه موږ نن ترکیې ته د یو شمېر ډاکټرانو او نرسانو د لیږلو شاهدان یو، دوی به له ۳ څخه تر ۶ میاشتو پورې د ترکیې په یونونو پوهنتون کې روزنیز درسونه ولولي.

دغه ډاکټران او نرسان به د انستیزۍ، جدي څارنې، بیاجوړونې او نرسنګ په برخو کې زده کړي وکړي."


میرمن دلیل وايي، لا هم افغانستان په روغتیايي برخه کې له ځني جدي ستونزو سره مخ دی؛ د دې په خبره چې د هیواد په لیرې پرتو سیمو کې روغتیايي کارکوونکي کارکولو ته زړه نه ښه کوي او د ډاکټرانو، نرسانو او ښځينه روغتیايي کسانو شمېر لا هم کم دی.

بل خوا په افغانستان کې د ترکیې سفیر "بیست اوستورک" په دې غونډه کې له افغانستان سره د روغتیا او ښوونې او روزنې په برخو کې د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

نوموړي دا هم وویل، چې هیواد یې له افغان چارواکو سره پر دې خبرې کوي؛ چې په کابل کې د علي اباد روغتون بیا جوړ او سمبال کړي.

"زموږ بله لویه پروژه د علي اباد روغتون چمتو کول دي؛ چې په هغه کې د افغانستان د پرمختللي طیب بنسټ ایښول شوی و، په دې اړه زموږ خبرې له افغان لوري سره روانې دي.

کله چې موافقې ته ورسیږو، نو دغه روغتون به هم د درملنې او هم د روزنې لپاره بشپړ کړو او تر هغه وروسته به ترکې ډاکټران دې روغتون ته راځي او له افغان ډاکټرانو سره به کار کوي او افغان ډاکټران به دلته خپلې وړتیاوې لوړوي."


ترکیه یو له هغو هیوادونو څخه ده، چې د افغان زده کوونکو د روزنې لپاره یې په خپله په افغانستان کې ښوونځی جوړ کړی او هغوی ته یې په بیلا بیلو برخو کې بورسونه هم برابر کړي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، چې ترکیه په وردک، تخار، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې له روغتیايي مرکزونو سره هم مرسته کوي.

خو له دې هرڅه سره سره لا اوس هم سلګونه افغان ناروغان د درملنې لپاره له هیواد بهر ځي او د درملنې لپاره ډیر لګښتونه پر ځان مني.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG