د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

د لوړوزده كړووزارت:دتحصيلي بورسونو وېش به عادلانه وي


د لوړو زده کړو د وزارت مرستیال ښاغلی بابري وايي دوی د بورسونو د عادلانه ویش لپاره ځانګړي اصول لري.
د لوړو زده کړو د وزارت مرستیال ښاغلی بابري وايي دوی د بورسونو د عادلانه ویش لپاره ځانګړي اصول لري.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي چې سږ کال به د تحصلي بورسونو له لارې په سلګونو زده کوونکي د لوړو زده کړود ځانګړې ازموینې له لارې به په عادلانه ډول نورو بهرنیو پوهنتونو ته ولیږي.

ددغه وزارت چارواکي وايي، دغه بورسونه به د دولسم ټولګي پر هغو فارغانو، چې په ښوونځیو کې یې اویا فیصده نومرې ګټلي وي، د ځانګړې ازموینې له لارې وویشي.

د لوړو زده کړو وزارت مرستیال محمد عثمان بابري د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې دغه بورسونه د لوړو زده کړو په بیلابیلو برخو کې دي او د هندوستان پينځه سوه ، د پاکستان دوه سوه ، د ترکیې اته ويشت او د بنګله دیش پينځه ويشت بورسونه په کې شامل دي.

نوموړي ټینګار وکړچې تحصیلي بورسونه به په پوره شفافیت سره د ازموینې له لارې د ټول هیواد پر زده کوونکو ویشل کیږي:

"د بورسونو د مقررو او د ټولو هغو لایحو او اصولو له مخې چې په لوړو زده کړو وزارت کې دي، دغه وزارت په شفافه توګه او د لیاقت په اساس د بورسونو وېش ته ژمن دی او له نېکه مرغه په دې کار کې مخکښ هم وو."

که څه هم چارواکي د تحصیلي بورسونو په وېشلو کې د شفافېت ادعا کوي خو په تیرو کلونو کې یو شمیر محصلینو ددې پروسې په اړه شکایتونه کړي او وايي، چې تل بورسونه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې واسطې او رابطې لري.

ددې وزارت مرستیال همدا راز خبر ورکړ چې د کابل او ولایتونو د پوهنتونو شپې پوهنځېو او د خدمت داخل کسانو د کانکور د ازموینې لپاره نوم لېکنه د دوشنبې په ورځ پیلیږي.

ښاغلي بابري وویل، چې په دغو برخو کې ازموینه به د سنبلې په میاشت کې واخیستل شي او ټول به درې زره کسان ورته جذب شي:

"ټول درې زره کسان نیول کیږي، د خدمت داخل کسان، همدا راز د شپې پوهنځی لپاره. ټاکل شوې ده، چې انشا الله د کابل پوهنتون نهو پوهنځیو ته شاوخوا ديارلسوه پنځوس کسان جذب کړو.
سربیره پردې اوه سوه د خدمت داخل کسان د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون ته ولرو، او له زرو ډیر نور کسان پنځو نورو ولایتونو ته ونیسو، یعني ټول شاوخوا درې زره کسان کیږي."

د لوړو زده کړو د وزارت چارواکي وايې، چې د لا ډیرو محصلینو د جذبولو لپاره به د کندهار، هرات، جوزجان، بلخ او فاریاب په پوهنتونو کې هم د شپې څانګې پرانستل شي.

په دغو پوهنتونو کې د شپې پوهنځیو په پرانستلو سره ښايي ډیرو خلکو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره شي، خو د هیواد په پوهنتونو کې د تدریس د سیستم او موادو د کیفیت ټیټوالی به بیا هم هغه ستونزه وي چې زده کوونکي به یې په اړه شکاېت کوي.

اکثره محصلین په دې باور دي ، چې په پوهنتونو کې د کیفیت او ظرفیتونو د لوړوالي لپاره باید چارواکي لا ډیر څه وکړي.
XS
SM
MD
LG