د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

په کوټه کې د هزاره قومي اقلیت اعتراضیه غونډه دريمې ورځې ته غځېدلې


په کوټه کې د اعتراض کوونکو انځور
په کوټه کې د اعتراض کوونکو انځور

په پاکستان کې د هزاره قومي اقلیت غړو پرون د درېیمې پرله پسې ورځې لپاره خپل پرلت ته دوام ورکړ.

اعتراض کوونکو وړمه شپه په داسې حال کې په کمپونو کې تېره کړه، چې هوا سخته سړه وه.

د هزاره قوم دغو غړو، چې د قاتلانو د مجازاتو او د ایالتي چارواکو لیرې کېدلو غوښتنه کوله ویلي، تر هغو چې غوښتنې یې پرځای نه شي، خپل پرلت ته به دوام ورکړي.

د دوی درېیو اعتراض کوونکو په کوټه کې د ازادۍ راډیو مشال څانګې سره خبرې کړې دي.

استاد حسین وويل: "دا لومړۍ پېښه نه ده، موږ نه پوهېږو دا څه کیسه روانه ده."

دغه راز سید عاقل وايي: "دا یوازې اوسني شهیدان نه دي. دوی هر کال قرباني کېږي. له حکومته د امنیت غوښتنه کوو، چې خلک په ارام زړه کار و بار وکړي."

دغه راز محمد موسی حسیني وویل: "دا حمله کوونکي د انسانیت دښمنان دي. نن چې دلته احتجاج کوو، دنیا ته دا پیغام ورکوي، چې دا څنګه انسانیت دی، چې بېګناه مزدوران په دومره بېرحمۍ وژل کېږي. دا د غندنې وړ پېښه ده چې په هېڅ مذهب کې ځای نه لري."

د ۱۱ کان کیندونکو تر وژل کېدو وروسته په زرګونو کسانو د پاکستان په څو ښارونو کې لاریونونه هم وکړل.

په کوټه کې مظاهره چیانو د دوشنبې په ورځ د وژل شویو د جسدونو د لېږدولو پر مهال لویې لارې وتړلې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې په وژل شویو کې ۷ تنه یې د افغانستان وګړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد له اعتراض کوونکو سره تر کتنې وروسته ژمنه وکړه، چې د دې حملې طراحان به عدالت ته راوستل شي.

هغه ویلي، چې د هر قرباني له کورنۍ سره به ۲ ملیونه او ۵ لکه پاکستانۍ روپۍ چې د پنځلس زره شپږ سوه امریکايي ډالرو معادل کېږي، مالي مرسته وشي.

د کورنیو چارو وزیر د ایالتي چارواکو د لیرې کېدو لپاره د اعتراض کوونکو غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې دا موضوع دې نه سیاسي کېږي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د ۱۱ کان کیندونکو پېښه تروریستي، ناځوانمردانه او غیرانساني عمل بللی دی.

عمران خان
عمران خان

د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور له مخې، په هزاره قوم پورې اړوند شیعه ګان تر دې مخکې هم د افراطي سني وسله والو ډلو له خوا په نښه شوي دي.

بلوچستان چې د ایران پولې او ډیورنډ کرښې ته څېرمه پروت ایالت دی له ۲۰۰۴م کال راهیسې د فرقوي شخړو، د افراطي جنګیالیو د حملو او د بېلتون غوښتونکو د بلوا شاهد دی، چې په دې لړ کې په زرګونو کسان وژل شوي یا هم ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG