افغانستان
افغان حکومت په بلوچستان کې د ۷ افغانانو وژنه وغندله
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ۷ افغان وګړو وژل کېدل وغندل.
دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، په کوټه کې د افغانستان قونسلګرۍ او په اسلام اباد کې افغان سفارت ته دنده سپارل شوې چې د قربانیانو له کورنیو سره هر ډول مرسته وکړي.
پاکستاني رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د بلوچستان د مَچ سیمې د ډبرو سکرو د کان ساحې ته څېرمه د وسلوالو په حمله کې ۱۱ هزاره وګړي وژل شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغو کسانو کې ۷ تنه یې د افغانستان وګړي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ملاله یوسفزۍ: د نړۍ مشران دې د افغان ښځو د حقونو غوښتنې واوري
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پرون شنبې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ مخته له یو شمېر ښځو او نجونو سره یوځای شوه چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د غوښتنې لپاره راټولې شوې وې.
ملالې یوسفزۍ پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د نړۍ مشران دې د نجونو غوښتنې واوري او د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې دې د دوی غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي.
اغلې یوسفزۍ په یوه ویډیو کې، چې پر خپله ایکسپاڼه یې خپره کړې، ویلي چې په افغانستان کې نجونې له ښوونځیو منع شوي، په غزه کې نجونې تر بمباریو لاندې ژوند کوي او په نایجریا کې نجونې له طبیعي پېښو کړېږي.
د افغانستان د بشري مرستو صندوق سره د هالند د ۱۶ میلیون ډالرو مرسته؛ اوچا له دې مرستو مننه کړې
د ملګرو ملتونو یوې ادارې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د هالنډ د مرستې مننه وکړه.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د یکشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۳مه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې هالنډ له دې صندوق سره له ۱۶ میلیونو ډالرو زیاته مرسته کړې ده.
د اوچا پر اساس، هالنډ له ۲۰۱۶م کال راهیسې د افغانستان د بشري مرستو درېیم ستر تمویلوونکی هېواد دی.
دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیوایفپي په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان او سوډان هغه دوه هېوادونه دي چې تر شپږ میلیونه زیات وګړي یې د لوږې له لوړې کچې سره مخامخ دي.
په راپور کې ویل شوي چې د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې له قحطۍ څخه یو ګام لیرې دي، ۱۹ میلیونه او ۹۰۰ زرو ته ورسېد، چې د دغه هېواد د ټول نفوس ۴۶ سلنه جوړوي.
کرکټ؛ نن د افغانستان او جنوبي افریقا وروستۍ سیالي ده
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې نن د درې یو ورځنۍ لوبلړۍ په وروستۍ سیالۍ کې مخامخ شي.
افغانستان د دې لوبلړۍ دوې سیالۍ ګټلي او که نن درېیمه سیالي وبایلي هم، د لوبلړۍ ګټونکی دی.
د افغانستان په کوربهتوب د متحده عربي اماراتو د شارجې د کرکټ په لوبغالي کې د افغانستان او جنوبي افریقا لوبه د افغانستان په وخت د مازدیګر په څلور نیمې بجې پیلېږي.
د افغانستان ازادۍ جبهې په کابل کې د دوو طالبانو د وژلو او یوه ټپي کولو ادعا کړې
د طالبانو یوې مخالفې ډلې د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا وکړه چې تېر ماسپښین یې په کابل کې دوه طالبان په یوه برید کې وژلي او بل تن ټپي کړی دی.
دغې جبهې تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د دوی وسلهوالو د کابل سرای شمالي ته نږدې د طالبانو پر موټر دا حمله وکړه.
طالبانو د دې موضوع په باب تبصره نه ده کړې او ازادي راډیو په بې پرې ډول دا ادعا نه شي تاییدولی.
ملګرو ملتونو تېره سې شنبه د خپل راپور په یوه برخه کې ویلي، که څه هم د طالبانو د حکومت پر وړاندې جنګېدونکې ډلې "د ازادۍ جبهې او د ملي مقاومت جبهې" تراوسه د افغانستان د کومې سیمې کنټرول نه دی ترلاسه کړی، خو په ټکو یې دواړو وسلهوالو ډلو د مې له ۱۴مې د جولای تر ۳۱مې نېټې پورې پر طالبانو لږ ترلږه ۷۳ بریدونه کړي دي.
له ایرانه د افغان خبریالانو، پخوانیو پوځیانو او مدافعانو د اخراج د مخنیوي غوښتنه شوې
په تبعید کې د افغانستان د خبریالانو د فدراسیون چې په ایران کې دېره دی، ځینو غړو، له ایرانه د خبریالانو، پخوانیو پوځیانو او د بشري حقونو د مدافعانو د اخراج د مخنیوي غوښتنه وکړه.
په تبعید کې د افغانستان د خبریالانو فدراسیون غړو چې ځینې شعارونه یې هم له ځانونو سره لېږدول پرون په یوه غونډه کې له نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې په ایران کې د افغان خبریالانو وضعیت ته پام وکړي او په درېیمو هېوادونو کې د دوی د منلو بهیر ته پام واړوي.
د دغه فدراسیون استازي امین پویا ویلي چې په ایران کې هره ورځ د ژوند فضا تنګېږي او څوک د عدالت غوښتنې غږ نه اوري.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د وږي یا سنبلې پر ۲۶مه ویلي وو، دغه هېواد ته ورغلي غیرقانوني افغان کډوال به بېرته خپل هېواد ته واستول شي.
له ایرانه هره اوونۍ په لسګونو کسان یا په جبري ډول یا په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي چې ویل کېږي په هغوی کې پخواني پوځیان هم وي او دغو کسانو ویلي چې افغانستان کې یې ژوند لا په خطر کې کېږي.
په ترکیه کې شاوخوا ۶۰۰ افغان پناه غوښتونکي نیول شوي
ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د ترکیې په استانبول کې شاوخوا ۶۰۰ افغان پناه غوښتونکي نیول شوي او افغانستان ته د اخراج مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د بيبيسي د راپور له مخې ځینو پناه غوښتونکو د خپلو ویډیوګانو په لېږلو سره ورته ویلي چې دوې ورځې مخکې په افغان پناه غوښتونکو کې یوه ناسمه اوازه خپره شوې وه چې دغه اداره بې اسناده پناه غوښتونکو ته د استوګنې اسناد ورکوي، خو کله چې دغه افغان پناه غوښتونکي په ډلهییز ډول دغې ادارې ته ورغلل، پولیسو ونیول.
د ترکیې حکومت د دې موضوع په باب تبصره نه ده کړې او دا هم څرګنده نه ده چې دغه افغان پناه غوښتونکي به دقیقاً کله افغانستان ته اخراجېږي.
ترکیې په وروستیو کې د بې اسناده پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.
له پاکستانه هم د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې روانه ده او له ایرانه هم د دغو کډوالو ایستل زیات شوي دي.
طالبان: د کانونو له استخراج څه باندې ۱۴ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه شوي
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، په تېرو دوو کلونو کې يې د کانونو له استخراج څه باندې ۱۴ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
د دې وزارت وزارت چارواکو دا خبره پرون شنبې د سپټمبر۲۱مه ملت ته د حساب ورکونې په ناسته کې کړي.
په ناسته کې د دې وزارت ویاند همایون افغان ویلي، په تېر یوه کال کې ۸۰ د واړه مقیاس او ۱۳ د لوی مقیاس کانونو د استخراج قراردادونه لاسلیک شوي دي.
د هغه په خبره، په تېر یوه کال کې يې ۵۲ شرکتونو ته چې د بېلابېلو کانونو له هغې ډلې کرومایت، تالک، ګچ او مرمر د پروسس په برخه کې کار کوي، جوازونه هم ورکړي دي.
د دې وزارت په خبره، د کانونو له استخراج څخه ترلاسه شوې پیسې به د قوش تېپې او ورته نورو پراختیايي او بیارغونې په پروژو ولګول شي.
د طالبانو حکومت د ډېرو دغو کانونو قراردادونه له چینايي شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.
د دغو قراردادونو پر شفافیت تل نیوکې وې.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې له اوکراین ماتې وخوړه
د فوټسال په نړیوال جام کې نن شنبه د سپټمبر په ۲۱مه نېټه د افغانستان ملي لوبډلې له اوکراین سره سیالي وکړه چې لوبه ۴ـ۱ د اوکراین په ګټه تمامه شوه.
دغه سیالي چې په سيC ګروپ کې ترسره شوه، اوکراین تر دې بریا وروسته بل پړاو ته لار پیدا کړه.
د ویلو ده چې افغانستان لا هم بل پړاو ته د رسېدو هیلې لري، تر سبانیو سیالیو وروسته به څرګنده شي چې افغانستان وتلی شي یا نه.
افغان لوبډلې په خپلې لومړۍ لوبې کې انګولا ته ماتې ورکړې، خو دوهمه سیالي یې ارجنټاین ته بایللې وه.
باید وویل شي چې د فوټسال نړیوال جام د ازبکستان هېواد په کوربهتوب لا هم جریان لري.
طالبان: له پاکستان او ایرانه تر ۳۵۰ ډېرې افغان کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، پرون جمعه له پاکستان او ایران څخه تر ۳۵۰ ډېرې افغان کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي.
د خبر له مخې، ۳۵۵ کورنۍ له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه یا شړل شوې او یا په خپله خوښه بېرته راستنې شوي دي.
له دې ډلې څخه ۹۱ کورنۍ له پاکستان څخه او ۲۵۴ له ایران څخه د سپین بولدک او اسلام کلا له لارو افغانستان ته بېرته تللي دي.
په دواړو هېوادونو کې افغان کډوال تر فشار لاندې دي.
ایراني او پاکستاني چارواکو د میلیونونو افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې ده.
د افغانستان دوه ملي لوبډلې سیالۍ لري
ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن په نړیوال جام کې د ګروپي پړاو وروستۍ سیالي له اکراین سره ترسره کړي.
ازبکستان د دغوسیالیو کوربه دی.
د نننۍ لوبې په ګټلو سره افغان لوبډله بل پړاو ته د رسېدو چانس لري.
دغه راز ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا یکشنبې له جنوبي افریقا سره د درې یو ورځنیو لوبو وروستۍ لوبه ترسره کړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون جمعه د جنوبي افریقا لوبډلې ته په دوهمه لوبه کې هم په لوی توپیر ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه چې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۳۱۱ منډې وکړې.
جنوبي افریقا یوازې ۱۳۴ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.