د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

د بلوجستان په مرکز کې د چاودنې له امله د مرګ ژوبلې شمېر لوړ شوی


په کوېټه کې د نن جمعې د ورځې د چاودنې د ځای یو انځور
په کوېټه کې د نن جمعې د ورځې د چاودنې د ځای یو انځور

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوېټه کې په یوه چاودنه کې لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.

د بلوچستان ایالت په مرکز کوېټه کې دا چاودنه نن سهار په یوه سرخلاصي بازار کې چې ډېره ګڼه ګوڼه پکې وه، شوې او د راپورونو له مخې ۲۰ کسان یې وژلي او ۴۸ نور یې ټپیان کړي دي.

د امنیتي چارواکو په وینا، چاودنه هغه مهال وشوه چې کارګرانو له یوه ټرکه د کچالو بوجۍ ګانې ښکته کولې.

دوی وايي چې بم د کچالو په یوه بوجۍ کې ځای پرځای شوی و.

د راپورونو له مخې، د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې روغتونونو ته لېږدولي دي.

روغتیايي چارواکو ویلي چې د یو شمېر ټپیانو حالت نازک دی.

د پاکستان صدراعظم عمران خان او ولسمشر عارف علوي په یوه بیان کې دا حمله وغندله او ویې ویل چې دا ډول حملې به د ترورېزم پرضد په مبارزه کې د پاکستان د ملت اراده کمزورې نه کړي.

د بلوچستان ایالت اعلی وزیر جام کمال خان هم دا حمله وغندله او دا یې د بشريت د دښمنانو کار وباله.

چاودنه د کوېټې شیعه هزاره مېشتې سیمې هزار ګنجي ته نږدې د ترکارۍ په مارکېټ کې شوې او د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي عبدالرزاق چیما هم له پېښې وروسته خبریالانو ته وویل چې د دې حملې هدف ظاهراً شیعه ګان وو.

په کوېټه کې خلک د جمعې د ورځې د نننۍ چاودنې د یوه قرباني د انتقال په حال کې
په کوېټه کې خلک د جمعې د ورځې د نننۍ چاودنې د یوه قرباني د انتقال په حال کې

ده وویل چې په مړو او ټپیانو کې ملېشه سرتېري، هزاره ګان او عام خلک چې ماشومان هم پکې دي، شامل دي.

د هزاره ټولنې یو مشر قادر نایل له اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې له حکومته غوښتي چې د شیعه ګانو د ساتنې لپاره امنیتي تدابیر ونیسي.

هغه ویلي، پر هزار شیعه ټولنې یوځل بیا برید وشو او بیا باید مونږ خپل عزیزان خاورو ته وسپارو.

دې مشر پر حکومت غږ وکړ چې د دوی امنیت خوندي کړي او هغه ډلې د قانون منګولو ته وسپاري چې نننۍ حمله یې کړې ده.

البته په بلوچستان کې بېلابېلې وسله والې ډلې فعالیت کوي، خو دا ایالت تر یوه حده د بلوڅ بېلتونپالو د ترورېستي حملو ډګر هم دی.

دا ډله له مرکزي حکومته د نورې کورواکۍ او د تېلو او ګازو په څېر د سیمې په طبیعي زېرمو کې د زیاتې ونډې غوښتنه کوي، خو په پاکستان کې په ټوله کې د هغو سني افراطي ډلو شمېر هم لږ نه دی چې له شیعه مذهب سره دښمني پالي او پر شیعه مسلمانانو یې پرله پسې خونړۍ حملې کړې دي.

XS
SM
MD
LG