د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

وسله‌والو د پاکستان په بلوچستان کې ۱۴ مسافر وژلي


د بلوچستان ایالت نقشه، دغه پېښه ګوادر ته نږدې شوې ده.
د بلوچستان ایالت نقشه، دغه پېښه ګوادر ته نږدې شوې ده.

د پاکستان په بلوچستان ایالات کې چارواکي وايي، نامعلومو وسله‌والو په دې ایالات کې ۱۴ مسافر له بسونو تر ښکته کولو وروسته وژلي دي.

د چارواکو په وینا، دا پېښه د پنجشنبې په شپه ناوخته د بلوچستان ایالات ګوادر ته نږدې د مکران-کوسټل پر لویې لارې شوې ده.

د بلوچستان ایالات د کورنیو چارو ایالتي سکرتر حیدر علي له فرانس پرس خبري اژانس سره په خبرو کې د دغې پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده:

"نږدې ۱۵-۲۰ کسان چې د امنیتي ځواکونو یونیفورم‌یې اغوستی وو، د کوسټل-مکران پر لویه لار له ۴ څلورو بسونو ۱۴ مسافر تر پېژندنې وروسته ښکته کړل او بیا وروسته‌یې په ډزو ووژل."

د حیدر په خبره، دغه ۴ بسونه د بلوچستان له اورماره سیمې څخه کراچۍ ته پر لار وو او زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې د پاکستان د بحري ځواک یو سرتېری هم شامل دی.

که څه هم وسله‌وال تر پېښې وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلي، خو د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي سکرتر فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې د پېښې تحقیقات‌يې پیل کړي او په خبره‌یې د ترهګرۍ دا ډول پېښې د زغملو وړ نه‌دي.

د بلوچستان چارواکو لا تر دې دمه د نورو وژل شویو کسانو هویت نه‌دی په ډاګه کړی او نه‌یې هم د دغه وژنې د انګېزې په اړه څه ویلي دي.

نامعلومو وسله‌والو په بلوچستان کې دا ۱۴ مسافر تر هغې وروسته وژلي چې تېره اوونۍ د همدې ایالات په مرکز کوټې د هزارګنجي سیمې د سبزي او مېوې په منډيي کې پر شیعه هزاره‌ګانو ځانمرګی برید وشو چې لږ تر لږه ۲۰ کسان‌یې ووژل او تر ۴۵ زیات‌یې ټپیان کړل.

د پاکستان حکومت د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري پر خپلې ټویټرپاڼې په بلوچستان کې د وسله‌والو له‌خوا د ۱۴ مسافرو د وژنې پېښه غندلې او د کوټې پر هزاره‌ګانو ځانمرګی برید، د پېښور په حیات‌اباد کې د ترهګرو شتون او د مسافرو د وژلو پېښې یې د یوې کړۍ لړۍ بللې دي.

ده ویلي:

"که څه هم پاکستان د ترهګرۍ خلاف جګړه کې ډېرې کامیابۍ ترلاسه کړي، خو جنګ لا ختم نه‌دی."

له بلې‌خوا بیا د پاکستان صدراعظم عمران خان هم په بلوچستان کې د مسافرو وژل غندلي او له اړوندو ادارو څخه‌یې د پېښې په اړه تفصیلي راپور غوښتی دی.

د یادونې وړ ده چې که څه هم تر دې دمه لا کومې وسله‌والې ډلې په بلوچستان کې د مسافرو د وژنې مسؤلیت پر غاړه نه‌دی اخیستی، خو تر دې مخکې د دې ډول ترهګریزو پېښو مسؤلیت ډېری وخت بلوڅ بېلتون‌پالو منلی دی.

XS
SM
MD
LG