د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

پکتيا کې د غصب شويو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو هلې ځلې پيل شوي


د پکتیا مرکز ګردیز ښار یوه څنډه
د پکتیا مرکز ګردیز ښار یوه څنډه

د پکتیا ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دولتي ځمکو د غاصبینو نوملړ یې ترتیب کړی او د دې ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره یې هلې ځلې پیل کړي دي.

د پکتیا ځایي چارواکي وایي، په دې ولایت کې یې څه باندې څوارلس زره جرېبه غصب شوې ځمکه تشخیص کړې او د راګرځولو لپاره یې ځانګړې کمېټې ته دنده سپارل شوې ده.

د پکتیا والي محمد حلیم فدايي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ددې ځمکو د غاصبینو نوملړ یې ترتیب کړي.

محمد حلیم فدایي
محمد حلیم فدایي

هغه زياتوي: "په پکتیا کې تر اوسه پورې ۱۴۱۷۹ جرېبه ځمکه غصب شوې ده، چې له جملې څخه ۴ زره جريبه ځمکه راګرځول شوې ده، تر اوسه د ۴۲۰ غاصبینو لېست ترتیب کړی او په نورو باندې روان دی."

د پکتیا والي ونه ویل، چې په دې نوملړ کې په مشخصه توګه کوم کسان شامل دي، خو زیاته یې کړه چې زر به یې عدلي او قضايي تعیقب پیل شي.

د پکتیا یو شمېر اوسیدونکي وايي، هغه کسان چې دې ولایت کې د مځکو په غصب تورن دي، د زر زور خاوندان دي او په دولت کې ملاتړي لري.

د پکتیا د ولایتي شورا پخوانی ریس ښایسته جان احدي، د دولت د وروستي اعلان هرکلی کوي، خو وايي باوري نه دی چې دولت دې عدلي او قضايي ادارو ته د مځکو د لویو غاصبانو په راښکلو وتوانېږي.

هغه وویل: "خلک شته، چې هغه په دولتي موقف کې کار کوي، قومي ملاتړ لري، ځینې به ټیټ رتبه خلک په کې وي، دا لېست پخوا هم ترتیب شوی، خو تر اوسه اقدام پرې نه دی شوی، عملي اقدام پکار دی او باید ونیول شي او د دوی مالومات له ولس سره شریک شي."

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي مني، چې جګړو او ناامنۍ د غاصبینو په وړاندې مبارزه پېکه کړې خو ټینګار کوي، چې دا کار ممکن دی.

هغه وویل: "د غصب شوو د ځمکو راګرځولو لپاره موږ ظرفیت لرو، زموږ عدلي او قضایي ارګانونه کولی شي، چې ځمکې را وګرځوي اما په پکتیا کې اوږدمهال کې به دا یوڅه ستونزمنه وي، ځکه اکثره خلک د ځمکو لپاره قبالې او سندونه نه لري."

په پکتیا کې د غصب شویو ځمکو د خلاصون لپاره په داسې مهال د ټاکل شوې کمېټې لخوا د غاصبینو لېست برابرېږي، چې په دې ولایت کې د دولتي مځکو غصب د دې سبب شوی، چې د ځینو لویو ښارګوټو او رغنیزو پروژه د عملي کېدو مخه ډب کړي.

XS
SM
MD
LG