د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

په پکتیا کې د ځمکې پر سر نښتې ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې


د پکتیا ولايت په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د مقبلو قوم د دوو پلرينو تر منځ د ځمکې پر سر خپلمنځي وسله واله قومي شخړه شوې، چې په ترڅ کې يي سپکې او درنې وسلې کارول شوې او ۲۹ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.

که څه هم د دغې پېښې په اړه د پکتيا امنيتي چارواکي کره پوره او پر وخت معلومات نه ورکوي، خو د پکتیا د ولایتي شورا مشر ښایسته جان احدي وايي، چې په دې جګړه کې له دواړو خواوو څخه ۸ تنه وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپيان دي، چې په وژل شوېو کسانو کې يوه ښځه او يو ماشوم هم شامل دي.

نوموړی زياتوي، چې دا مهال جګړه درېدلې او د ولايت مقام او ولايتي شورا له خوا سیمې ته پلاوي هم لېږل شوي، خو نوموړی زياتوي چې لا هم د ښکېلو غاړو وسله وال کسان له سپکو او درنو وسلو سره یو بل ته مخامخ په مورچو کې ناست دي.


بل خوا د ډنډې پټان د څنګلورې ولسوالۍ څمکنيو د روغتون يو ډاکټر قادر خان اشرفي وايي، چې دوي ته ۱۳ تنه ټپیان ور وړل شوي، چې د ټولو وضعيت ښه و او له لږې درملنې وروسته له روغتون څخه بهر رخصت شوي دي.

خو د سيمې له اوسېدونکو سره دا ويره او اندېښنه پيدا شوې چې که وسله وال کسان ژر تر ژره له خپلو مورچو څخه راښکته او بې وسلې نه کړل شي، نو هسې نه چې دغه جګړه نوره هم توده شي.

دوي وايي، چې حکومت بايد دغې مسلې ته جدي پاملرنه وکړي او له دې وروسته دې په دغسې قومي معضلو کې د قومي مشرانو پر ځای حکومتي چارواکي مداخله وکړي او د دغسې مرګونو پېښو اصلي تحريک کوونکي دې عدلي ارګانونو ته ور وپېژني.

دا لومړی وار نه دی چې د پکتيا مېشتو قومونو تر منځ د ځمکو او ځنګلونو پر سره وسله والې خو مرګونې پېښې رامخې ته کېږي، بلکې دغه لړۍ له شا او خوا يو نيم سل کلونو راهيسې روانه ده او هر ځل يې ګڼه مرګ ژوبله تر شا پرايښې، خو سيه اييز خلک او څارونکي وايي، چې د دا ډول ستونځو حل د اوس لپاره د ولس او حکومت له وس وتلې خبره ده.

که څه هم په وروستيو وختونو کې د قومي جرګو له خوا د لسګونه کلونو اوږدې، ډېری قومي معضلې هوارې شوې دي، خو د نظر خاوندان په دې اند دي چې دولت بايد د دغو ستونځو د هواري لپاره خپل ډېر کار پر دې کړي چې، دولتي ملکيتونه او طبيعي ځنګلونه د قومونو له تصرفه خلاص کړي

راپور – لمر نيازی
XS
SM
MD
LG