د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

جنیوا غونډه کې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو اندازه اعلان شوه


د جنیوا غونډه
د جنیوا غونډه

نن سې شنبه (د لیندۍ ۴مه) د جنیوا نړیوال کنفرانس په دوهمه او وروستۍ ورځ له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۵ پورې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو اندازه اعلان شوه.

په دغه کنفرانس کې یو شمېر ګډون کوونکو هېوادونو له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د لاندې مرستو اعلان وکړ.

  • اروپايي ټولنې یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه ډالر
  • بریتانیا د کال ۱۵۵ میلیونه پونډه
  • جاپان ۷۲۰ میلیونه ډالره
  • کاناډا د راتلونکو درې کلونو لپاره ۲۷۰ میلیونه ډالره
  • هالند ۲۲۰ میلیونه ډالره
  • ډنمارک د راتلونکو درې کلونو لپاره ۶۴ میلیونه ډالره
  • ناروې ۷۰ میلیونه ډالره
  • استرالیا ۱۴۷ میلیونه ډالره
  • سويډن له ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۴ کاله پر خپلې د ۹۳۲ میلیون ډالرو مرستې ژمن پاتې کېږي
  • هند په کابل کې شاه توت بند رغوي
  • ایټالیا د ۲۰۲۱ کال لپاره ۳۵ میلیونه یورو

افغانستان سره د جنیوا په کنفرانس کې د کېدونکو مرستو په راڼه ډول نه‌لګښت د یو شمېر کابل ښاریانو اندېښنې پارولې دي.

خو د افغانستان حکومت د مرستو د راڼه لګښت په اړه د خلکو د اندېښنو په ځواب کې وايي، په دغه هېواد کې د اداري فساد د له‌منځه وړلو په برخه کې کافي اقدامات شوي دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال د ازادي راډیو ۲۵ دقیقې اوونیز بحث ته په خبرو کې ویلي چې حکومت تازه اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون هم جوړ کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG