د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

د نړېوالې ټولنې له خوا ۱۰ ټاکل شوي شرطونه او د افغان حکومت هرکلی


د جنیوا کنفرانس له را رسېدو سره نړېوالې ټولنې افغان حکومت د تل پاتې همکاریو لپاره لس شرطونه وړاندې کړي.

دغه لس شرطونه په تېرو ۱۹ کلونو کې:

  • د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو لاسته راوړنو ساتنه.
  • د یو هر اړخیز اوربند ټینګېدل.
  • د سولې خبرو ته ژمنتیا او د هغې ګټې.
  • له فساد سره اغېزمنه مبارزه.
  • ټولو نړېوالو او دولتي تعهداتو ته متقابل احترام.
  • د ملګروملتونو تل پاتې پرمختګ له اهدافو څخه پیروي.
  • د افغانستان له خاورې څخه د نور هېوادونو په ضد نه کارول.
  • د نړېوالې ټولنې او افغان حکومت ترمنځ ځواب ویلو د تګلارې دوام.
  • او د مرستې رسونې په برخه کې د ټولو موانع لېرې کول.

اوس افغان حکومت د نړېوالو ټولنې د دې شرطونو څخه هرکلی کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب د چهارشنبې (د لړم ۲۸مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل، افغان حکومت د دې شرطونو د پوره کېدو لپاره ژمن دی: "افغان حکومت د نړېوالې ټولنې له هغو لسو شرطونو څخه هرکلي کوي چې د افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره د تل پاتې همکارۍ په موخه وړاندې شوي دي، افغان حکومت د دې شرطونو د تطبیق لپاره ژمن دی او په دې حساسو شرایطو کې چې کرونا هم خپره ده د اوربند غوښتنه کوي، څو د سولې پروسه ژر تر ژره کامیابۍ ته ورسېږي."

ښاغلی تهذیب وايي، افغان حکومت هیله لري چې په جنیوا کنفرانس کې د دې مرستو په دوام بیا هم ټینګار وشي.

د جنیوا کنفرانس ټاکل شوې راروانه اوونۍ له افغانستان سره د مرستو د دوام په موخه ترسره شي.

ټاکل شوي لس شرطونه په افغانستان کې د اروپاني ټولنې له ادرسه د سولې پروسې دواړو ښکېلو خواو ته د امریکا، اسټرالیا، ډنمارک، جرمني، جاپان، ناروې، بریتانیا، کاناډا، فینلنډ، ایټالیا، نیدرلنډ او سویډن هېوادنو له خوا وړاندې شوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دې تړاو په یوې تازه اعلامیه چې د چهارشنبې په ورځ یې خپره کړې ویلي، دغه لس شرطونه او له دې وروسته مرستې دې پورې تړلي دي چې د سولې دواړه خواوې د افغانانو په مالکیت یوې هر اړخیزې پریکړې ته ورسیږي.

په دې اعلامیه کې له طالبانو د اوربند غوښتنه شوې او ویل شوي چې طالبان باید له دې تاریخي فرصته په استفادې سره جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

له بلې خوا بیا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، هغه مرستې چې اغېز یې په مستقیم ډول په افغانانو نه وي بې ګټې دي.

دی زیاتوي: "هغه مرستې چې د خلکو په نوم راټولېږي بیا له بده مرغه د یو شمېر مشخصو کسانو جېبونو ته ځي چې په تېرو دوو لسیزو کې دا کار تکرار شوی، موږ دغه ډول مرستې نه غواړو، نه یې ملاتړ کوو او نه له چا سره په دې برخه کې همکاري کوو."

له دې وړاندې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر ویلي چې طالبانو په جنیوا کنفرانس کې د ګډون چانس له لاسه ور کړی.

انډراس وون برانټ تېره ورځ خبریالانو ته وویل، که طالبانو تاوتریخوالی کم کړی وای، ممکن دا د دوی لپاره یو ښه چانس کېدای شو چې په جنیوا کنفرانس کې ځان نړېوالو ته ښودلی وای.

له افغانستان سره یو شمېر مرسته کوونکي هېوادونه په داسې حال کې دغه شرطونه وړاندې کوي چې اوس هم کرونا د نړۍ اقتصاد ته یو ستر ګواښ دی او زیاتې اقتصادي ستونزې پیدا کړي دي.

XS
SM
MD
LG