د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

د جنیوا له لوري مرستې؛ ځیني افغانان په راڼه ډول د دې مرستو پر لګښت اندېښمن دي


ارشیف، د جنیوا د کنفرانس یوه څنډه، عکس تزئیني بڼه لري.
ارشیف، د جنیوا د کنفرانس یوه څنډه، عکس تزئیني بڼه لري.

افغانستان سره د جنیوا په کنفرانس کې د کېدونکو مرستو په راڼه ډول نه‌لګښت د یو شمېر کابل ښاریانو اندېښنې پارولې دي.

د دوی له ډلې جمعه جان اڅکزی په دې اند دی چې د نړیوالې ټولنې مرستې باید په پوره روڼتیا ولګول شي.

ښاغلي اڅکزي زیاته کړه: "فساد باید ونه‌شي، زموږ هېواد په ځان بسیا هېواد نه‌دی او که دا مرستې په سمه توګه ولګول شي ډاډه یو چې نړیوال به راتلونکو کلونو کې هم خپلې مرستې وکړې."

فرهان غفوري بیا په دې نظر دی چې تېرو کلونو کې افغانستان له نړیوالو مرستو سمه ګټه وانه‌خیسته، خو دی بیا هم هیله‌من دی.

ښاغلي غفوري وايي: "ښايي راتلونکو کلونو لپاره حکومت یوه سمه تګلاره ورته جوړه کړي، څو دا مرستې بې‌ځایه ونه‌لګول شي."

دا اندېښنې داسې مهال راڅرګندېږي چې پرون دوشنبه د سویس په جنیوا کې د افغانستان لپاره د نویو مرستو د اعلانولو دوه ورځنی کنفرانس پیل شو او تمه ده چې نن نړیوال د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له دغه هېواد سره خپلې ژمنې اعلان کړي.

دا کنفرانس د افغانستان، فنلند او ملګرو ملتونو له‌خوا جوړ شوی چې په‌کې د نږدې ۱۰۰ دولتونو او سازمانونو استازو ګډون کړی دی.

تېر ځل په ۲۰۱۶ میلادي کال کې نړیوالې ټولنې په بروکسل کې د افغانستان په اړه لویه مرستندویه غونډه کړې وه چې په‌کې د ۱۵ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه ډالرو مرستو ژمنه وشوه، خو د افغانستان حکومت د مرستو د راڼه لګښت په اړه د خلکو د اندېښنو په ځواب کې وايي، په دغه هېواد کې د اداري فساد د له‌منځه وړلو په برخه کې کافي اقدامات شوي دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال د ازادي راډیو ۲۵ دقیقې اوونیز بحث ته په خبرو کې ویلي چې حکومت تازه اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون هم جوړ کړی دی.

دوا خان مینه‌پال
دوا خان مینه‌پال

ښاغلی مینه‌پال زیاتوي: "د فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت کافي ګامونه واخیستل، په دې برخه کې یې یو کمېسیون رامنځته کړ چې پنځه تنه غړي لري او د ټولو ادارو په همکارۍ سره به خپل کار پیلوي."

په افغانستان کې د اداري فساد د شتون اندېښنه یوازې افغانان نه‌لري، بلکې نړیوالو هم په وار وار په دې اړه خپله اندېښنه ښکاره کړې او له افغان حکومته‌یې غوښتي چې ورسره جدي مبارزه وکړي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د نوي جوړ شوي کمېسیون غړو د جنیوا تر کنفرانس یوه ورځ مخکې د ولسمشر غني پر وړاندې د لوړې مراسم ترسره کړل.

مخکې هم په دې برخه د نوم په یو څه توپیر بېلابېلې حکومتي او خپلواکې ادارې جوړې شوې وې چې د نه‌مؤثریت له امله بېرته لغوه شوې دي.

ازادي راډیو هڅه وکړه، څو د دغه نوي جوړ شوي کمېسیون له غړو سره هم خبرې وکړي، خو دا ورته وویل شول چې لا یې رسنیو سره د خبرو لپاره کوم مسؤل نه‌دی ټاکلی.

په ورته وخت کې د افغانستان د شفافیت څار بنسټ وايي، په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د مرستو په سم او راڼه ډول د نه‌لګښت له امله په دغه هېواد کې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ کچه په لوړېدو ده.

د افغانستان د شفافیت څار بنسټ مشر اکرام افضلي
د افغانستان د شفافیت څار بنسټ مشر اکرام افضلي

د دغه بنسټ مشر سید اکرام افصلي وايي: "تر اوسه اکثره مرستې بې‌ځایه لګول شوې دي، اوس په کار ده چې دا مرستې ښه مدیریت شي، روڼتیا رامنځته شي، زموږ له نړېوالې ټولنې او حکومته غوښتنه دا ده چې دوی په یاد کنفرانس کې داسې ژمنې وکړي چې فساد سره مبارزه وشي او حساب ورکول رامنځته شي."

نوموړي دغه‌شان ټينګار وکړ چې د نړېوالې ټولنې له دریځه ښکاري چې تر دې وروسته فساد سره مبارزه باید د حکومت لومړیتوب وي، که نه نو بیا ځلي به نړیواله ټولنه پر حکومت باور ونه‌کړي.

د نړیوالو مرستو د لګښت په برخه کې د اداري فساد په اړه تر ډېره نیوکې په کورنیو بنسټونو دي، خو د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بیا پرون د جنیوا کنفرانس په څنډه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، هغه مؤسسې هم تر فشار لاندې راوړي چې حساب نه‌ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG