د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

کندز کې بې ځایه شوي کډوال وايي، د ژمي سړه هوا یې ژوند ګواښي


کندز کې بې ځایه شوي کډوال د ژمي په دې سړه هوا کې خوراکي توکو ته اړ دي.
کندز کې بې ځایه شوي کډوال د ژمي په دې سړه هوا کې خوراکي توکو ته اړ دي.

په کندز کې وروستیو جګړو څه باندې لس زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه کړي دي. دا بې ځایه شوي کورنۍ وايي، د ژمي سړې هوا له سختو ستونزو سره مخ کړي چې په ټکو یې نه د سون توکي لري او نه هم د خوړو لپاره څه لري.

د دوی له ډلې ۴۵ کلن امیرخان خروټې دی چې د دې ولایت د خان اباد ولسوالۍ نواباد له سیمې کندز ښار ته راکډه شوی.

نوموړی وايي، د ژمي سړه هوا او د امکاناتو نشتوالی یې د کورنۍ ژوند ګواښي: "هوا سړه شوه، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یوو. ډېر کم څه مو له خپلو کورونو څخه له ځانونو سره راوړي. پر کورونو مو مرمۍ لګېدې څه مو چې درلودل هغه وسوځېدل او پاتې هغه يې خلکو چور کړل."

کندز کې بې ځایه شوي کډوال
کندز کې بې ځایه شوي کډوال

دی وايي، په کلي کې یې ماشومان هم ښوونځي ته تلل، خو د بې ځایه کېدو له کبله یې دا چاره هم له دوی اخیستل شوې.

د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي ۴۰ کلن ګلبدین سالارزی هم له ورته ستونزې کړیږي. دی وايي، د وروستیو جګړو له کبله یې د کندز ښار ته کډه کړې.

هغه وايي، جګړو ورڅخه هرڅه اخېستې او یوازې په یو جوړ جامو کې له خپل ماشومانو سره راوتلی: "په کور کې زموږ واړه ټول د سړو له لاسه ناروغان شوي، پنځه- شپږ کوره په یوې خونه کې راګیر یو. جنګ دی، بېرته کور ته هم تللی نه شو."

دی وايي، په کلي کې یې بزګري کوله او له همدې لارې یې د خپلې لس نفرۍ کورنۍ لګښت پوره کاوه، خو اوس له سختو ستونزو سره مخ دی: "هر سهار چوک ته ځو کله کار پېدا کېږي او کله نه. په کلي کې مو زندګي ښه وه، خو جګړو کډو کولو ته اړ ایستو."

امیرخان او ګلب الدین د ازادي راډیو خبریال ته دا هم وویل، که سیمه ییزه اداره د بې ځایه شویو کورنیو لپاره سرپناه نه شي برابرولی، نو لږ تر لږه دې د دوی سیمې امنیت خوندي کړي، څو بېرته خپل مېنو ته ستانه شي.

هاخوا د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت اړوند دولتي او غیر دولتي ارګانونو خپلې هڅې کړي، څو په وخت سره پر بې ځایه شویو کورنیو ژمنې مرستې ووېشي.

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت اړوند دولتي او غیر دولتي ارګانونو خپلې هڅې کړي
د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت اړوند دولتي او غیر دولتي ارګانونو خپلې هڅې کړي

دی وايي: "د وروستیو جګړو له کبله لس زره کورنۍ له دشت ارچي، خان اباد، امام صاحب ولسوالیو څخه د کندز مرکز اړوند سیمو ته را بې ځایه شوي. د کډوالو چارو ریاست او همکار موسسات پر دې کار کوي چې څنګه کولی شي د دغو لس زره کورنیو لپاره د ژمي مرستې ترتیب او تنظیم کړي."

د کندز د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د چارواکو د معلوماتو له مخې د روان کال پیله تر اوسه کابو ۲۰ زره کورنۍ د دې ولایت په کچه د جګړو له کبله بې ځایه شوي دي او له دې شمېره په څه باندې ۱۱ زره کورنیو مرستې وېشل شوي او په پاتې کورنیو هم مرستې وېشل کېږي.

XS
SM
MD
LG