د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

هند کې افغان کډوال: دوسیې مو په کلونو نه څېړل کېږي وروسته رد هم شي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې سلګونو افغان کډوالو له دوو ورځو راپه دېخوا د تحصن خیمه لګولې او د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د سازمان د عالي کمېشنري نه غوښتنه کوي چې په ستونزو يې غور وشي.

‎دغه کډ‌وال وایي، بېلابېلو جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري ورته پاملرنه نه ده کړې.

‎په نوې ډهلي کې د افغان کډوالو د انسجام کمیټې مشر احمد ضیا غني د پنجشنبې(د لړم ۲۲مه) په ورځ په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "هغه ناستې مو چې له 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' سره درلودلې، تل یې د افغان کډوالو له حقونو اوږه تشه کړې، د کور کرایه، روغتیاي اسانتیاوې او نور مسایل یې نه دي برابر کړي، په داسې حال کې دوی په نورو هېوادونو کې هم د کډوالو مسوولیت پر غاړه لري، هغه کارتونه یې چې موږ ته راکړي په کې لیکل شوي دي چې موږ د 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' ملاتړ لرو خو په عمل کې داسې څه نشته، داسې دوسیې هم شته چې څېړلو یې له پنځو تر لسو کلونو وخت نیولی."

‎د ښاغلي غني په خبره د ماشومانو لپاره یې د زده کړو زمینه برابره نه ده او د کار کولو حق هم نه لري.

‎دی وایي چې ان ځینې دوسیې له پنځو کلونو وروسته هم ردېږي او غوښتونکو کسانو ته ویل کېږي چې افغانستان دې ستانه شي.

‎له دې سره په نوي ډهلي کې کډواله اسما کاکړ وایي چې په هند کې د کډوالو د دوسیو څېړل ‌‌‌‌‌‌ډېر ورو دي او ستونزې یې زیاتې دي.

اغلې کاکړ زیاتوي:"دلته د کډوالۍ پروسه ‌‌‌‌‌‌ډېره پېچلې او اوږده ده، کډوال کلونه د نتیجې لپاره په تمه کېږي، نه خپل هېواد ته ستانه کېدای شو او نه هم دلته خپل ژوند په مخ بیولای شو، که څوک وغواړي چې خپل هېواد ته ستون شي باید شل زره هندۍ روپۍ جریمه ورکړي." ​‎​

‎د ښاغلي غني په خبره د ماشومانو لپاره یې د زده کړو زمینه برابره نه ده او د کار کولو حق هم نه لري.

که څه هم تر اوسه په دې اړه رسمي شمېرې نه دي ترلاسه شوي، خو د غیر رسمي شمېرو له مخې دا مهال له ۲۵ زره زیات افغان کډوال په هند کې دېره دي او تمه لري چې دوسیې یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان عالي کمېشنري له لوري وڅېړل شي او په یو بل هېواد کې د کډوالو په توګه د پنا اخېستو زمینه ورته برابره شي.

‎بل خوا په کابل کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنري ویاند نادر فرهاد وایي، تل هڅه شوې چې د کډوالو حقونه په سمه توګه خوندي شي.

دی وايي:" 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' هڅه کړې هغه کسان چې په شرایطو برابر دي باید د کډوال په توګه یې پناه اخېستنه پېژندل او ومنل شي، له هغه وروسته به په هند او ټولو نوروز هېوادونو کې مرسته کېږي، په شرایطو د برابر کسانو دوسیې باید په کره ‌‌‌‌‌‌ډول وڅېړل شي تر څو حقونه یې تامین شي."

‎له دې سره په هند کې د افغانستان په سفارت کې یوې باخبره سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې هند د ملګرو ملتونو د کډوالو د کنوانسیون غړی نه دی .

XS
SM
MD
LG