د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

کندهار کې جګړو بې‌ځایه کړي کډوال: مرسته وکړئ! که نه لوږه به مو ژوند وګواښي


کندهار ته راغلي کډوال
کندهار ته راغلي کډوال

د جګړو او ناامنیو له امله د کندهار د میوند او ارغنداب ولسوالیو څخه د کندهار ښار او ډنډ ولسوالۍ دښت ته راغلي بې‌ځایه شوي کډوالې کورنۍ وايي، په سخت وضعیت کې ژوند کوي او د سرپناه په ګډون بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دا بې‌ځایه شوي کورنۍ چې شمېر یې شاوخوا ۲۰۰۰ ته رسېږي، تازه د کندهار د میوند او ارغنداب ولسوالیو څخه د جګړو له وېرې ډنډ ولسوالۍ ته راکډوالې شوي دي.

د مولا داد په نوم یوه بې‌ځایه شوي کډوال ازادي راډیو ته وویل چې د کور ټول توکي ورڅخه پاتې شوي او یوازې په جوړه جامو کې کډه کړې: "په یوه کوچني پټو او وړه خېمه کې راوتلي یو ،د کور ټول توکي راڅخه پاته دي، در په دره یو، په تراکتورونو کې مو ځانونه رارسولي دي."

کندهار کې د جګړو له وېرې بې ځایه شوي کورنۍ مرستو ته اړتیا لري

دې کورنیو د یو غره د لمنې په شګو کې اړولي دي چې د څښاک د اوبو په شمول د ژوند له ټولو لومړنیو اړتیاوو بې برخې دي.

د حمیدګل کاکا په نوم یو بې‌ځایه شوی کډوال وايي، له نورو ستونزو سره خو به یو ډول مقاومت وکړي، خو دا چې د خوړو څه نه‌لري لوږه به یې ژوند واخلي: "پرون چا د اوړو مرسته وکړه چې خورا کمه وه، ورته حیران و چې تر چا یې ورسوو، بیا مو هماغه پر ماشومانو وویشله لویان پاتې شول."

د عبدالحبیب په نوم یو بل کډوال چې جګړې تېښتې ته اړ ایستی ازادي راډیو ته وویل چې د دوی له سیمې به یو شمېر نورې کورنۍ هم د جګړې له وېرې رابې‌ځایه او دغه دښتونو ته به پناه راوړي: "داسې جګړه وه چې کورونه له هر چا پاتې شول، په یوه جوړه جامو کې راوتلي یو."

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس دوست محمد نایاب د داخلي بې‌ځایه شوېو کورنیو شمېره شاوخوا ۲۰۰۰ زره یادوي چې په وینا یې د ۲۵۰ کورنیو سره مرسته شوې او د ۱۵۰۰ نورو بې‌ځایه شوېو کورنیو سره به هم مرسته وشي.

بې ځایه شوي کډوال وايي د دوی له سیمې به یو شمېر نورې کورنۍ هم د جګړې له وېرې رابې‌ځایه او دغه دښتونو ته به پناه راوړي
بې ځایه شوي کډوال وايي د دوی له سیمې به یو شمېر نورې کورنۍ هم د جګړې له وېرې رابې‌ځایه او دغه دښتونو ته به پناه راوړي

ښاغلي نایاب زیاته کړه: "د ۲۵۰ په شااوخوا کې دغه داخلي بې‌ځایه شوېو کورنیو ته چې د یادو ولسوالیو اوسیدونکي دي مرسته رسیدلې او کابو د یو نیم زر په شااوخوا کې نورې کورنۍ چې سروې یې روانه ده، هیله مند یو چې د دوی د سروې پروسه هم ژر تر تر ژره بشپړه شي او هم‌مهاله به د دوی د اړتیا پر اساس مرستې پرې و ویشل شي."

د کندهار د کډوالو چارو رئیس دوست محمد نایاب د دې ولایت او ګاونډیو ولایتونو امنیتي وضعیت ته په کتو اټکل کوي چې سږکال ښايي لس زره کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شي.

د کډوالو چارو رئیس پر داسې مهال په راتلونکي یوه میاشت کې په کندهار او ګاونډیو ولایتونو کې د لس زره کورنیو د بې‌ځایه کېدو اټکل کوي چې ښايي د سړې هوا په زیاتېدو سره د دغه کورنیو ژوند چې ډېری یې سرپناه نه‌لري لا ستونزمن شي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG