د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د نګورنو قرهباغ پر سیمې له نږدې یوې میاشتې راهیسې د جګړې بل شوی اور په تودېدو دی.
د ډیپلوماتیکو هڅو سربېره د دواړو هېوادونو مشرانو ویلي دي چې دا لانجه له پوځي لارې هوارېدلی شي.
د ارمنستان صدراعظم وایي، د اوس لپاره له اذربایجان سره د نګورنو قرهباغ د مسئلې هېڅ ډیپلوماتیکه حل لار نهویني.
نیکول پاشینیان خپل ولس ته په وینا کې چې د فېسبوک له لارې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، زیاته کړه چې موږ باید پوه شو چې د نګورنو قرهباغ مسئله اوس او په اوږدمهاله واټن کې نهشي کېدای چې له ډیپلوماتیکې لارې حل شي.
هغه زیاته کړه: "موږ باید تر هغه وخت پورې جګړه وکړو چې د منلو وړ یوه ډیپلوماتیکه حل لاره پيدا شي."
پاشینیان دا خبرې وروسته تر دې وکړې چې د اذربایجان ولسمشر الهام علییف په یوه بیان کې وویل چې دا مسئله یوازې له پوځي لارې هوارېدلی شي.
په تېرې نږدې یوې میاشت کې چې د نګورنو قرهباغ پر سر د اذربایجان او ارمنستان جګړه پيل شوې ده د سلګونه کسانو د وژلو راپورونه خپاره شوي دي.
نګورنو قرهباغ د اذربایجان د خاورې برخه ده، خو د ایروان ملاتړي ارمنیان له ۱۹۹۴ کال راوروسته هلته واکمنان دي.
وروستیو څرګندونو ته په پام سره د دې ستونزې د حل لپاره د ډیپلوماتیکو فشارونو زیاتېدو ته اړتیا لیدل کېږي.
د ارمنستان ولسمشر ارمین سرکسیان بروکسل ته تللی دی څو د ناټو او اروپایي ټولنې له چارواکو سره د نګورنو قرهباغ د وروستیو تحولاتو په اړه سلامشورې وکړي.
بل لور ته د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیران روسیې ته تللي چې د مسکو په منځګړیتوب د خبرو بل دور پیل کړي.
ټاکل شوې ده چې د اذربایجان او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیران د جمعې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو له بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو سره په واشنګتن کې وګوري.
د اذربایجان پوځ په وروستیو کلونو کې له ترکیې وسلې اخیستې دي او پیاوړی شوی دی. دغو ځواکونو په تازه جګړو کې یو شمېر سیمې هم لاندې کړې دي.
خو د نګورنو قرهباغ چارواکي وایي چې توانېدلي دي چې د اذربایجان د بریدونو مخه ونیسي.