د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

اذربایجان او ارمنستان بیا پر نګورنو قره‌باغ سیمه جګړه کړې


نګورنو قره‌باغ کې جګړه
نګورنو قره‌باغ کې جګړه

د نګورنو قره‌باغ په سیمه باندې د اذربایجان او ارمنستان جګړه تر پرون ناوخته روانه وه.

د ارمنستان او اذربایجان حکومتونو بېړنی پوځي حالت اعلان کړی او یو بل د یکشنبې د جګړې په پيل کې پړ بولي.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان پرون ویلي حکومت‌یې وروسته له هغه د بېړني پوځي حالت پرېکړه وکړه چې اذربایجان د نګورنو قره‌باغ په ملکي مېشتو سیمو هوايي بریدونه او د توپونو ګولۍ وویشتلې.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان

ارمنستاني چارواکو تر یکشنبې ناوخته د خپلو ۱۶ پوځیانو وژل کېدل تأیید کړي او ویلي یې دي د اذربایجان په بریدونو کې ۱۰۰ ملکیان هم ټپیان شوي.

د اذربایجان چارواکو هم خپل لور ته مرګ‌ژوبله تأیید کړې، خو یوازې یې د وژل شویو او ټپي شویو ملکیانو شمېرې خپرې کړي.

اذربایجان ویلي د یوې کورنۍ پنځه غړي په نفتالا سیمه کې وژل شوي او ۱۶ نور ملکیان ټپيان دي.

د اذربایجان ولسمشر الهام علییف وویل چې پوځیانو یې د ده په خبره د دښمن ګڼ اهداف له‌منځه وړي.

د ازربایجان ولسمشر الهام علییف
د ازربایجان ولسمشر الهام علییف

هغه زیاته کړه: "د ارمنستان وسله‌والو ځواکونو له څو لورو زموږ په پوځي مرکزونو او سیمو د بېلابېلو وسلو له هغې ډلې توپونه مرمۍ ویشتلې دي. د دښمن د دغو بریدونو په نتیجه کې زموږ پوځیانو او ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې. خدای دې زموږ شهیدان وبخښي وینه به‌یې په ځمکه پرېنږدو. اذربایجان هر وخت د دښمن پوځي اهداف په نښه کوي او تر اوسه‌یې د هغوی ډېر پوځي تجهیزات له‌منځه وړي دي."

د اذربایجان پارلمان د پرونۍ پېښې په خاطر په ټول هېواد کې ګرځ‌بندیز اعلان کړی.

اخوا د نګورنو قره‌باغ جلا غوښتونکې ډلې ادعا کړې چې د اذربایجان څلور هليکوپټرې یې نسکورې کړي او ارمنستان هم ویلي چې د اذربایجان ۱۵ بې‌پيلوټه الوتکې او ۱۰ ټانکونه‌یې له‌منځه وړي دي.

د ارمنستاني او جلا غوښتونکې ډلې د چارواکو دا ادعاوې د اذربایجان چارواکو رد کړي.

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ دې تازه نښتو ژر د سیمې د څو هېوادونو غبرګون پارولی او له دواړو لورو یې غوښتي چې تاوتریخوالی بند او خبرې وکړي.

ترکیه چې د اذربایجان پلوي ده ویلي ارمنستان باید ژر بریدونه بند کړي ځکه سیمه کړکېچنه کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپل ټویټر لیکلي چې انقره له اذربایجان سره ده او ملاتړ ته‌یې دوام ورکوي.

د ترکیې د دې دریځ په غبرګون د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان په خپل ټویټر له نړیوالې ټولنې غوښتي چې ترکیه دې پرېنږدي په دې مسئله کې لاسوهنه وکړي.

ایران چې د دواړو هېوادونو ګاونډی دی هم دې نښتو اندېښمن کړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په خپل ټویټر لیکلي چې ایران په نګورنو قره‌باغ کې د اندېښنې وړ تاوتریخوالی څاري او د خبرو له لارې د مخالفتونو ژر تر ژره هواری غواړي.

ظریف چمتووالی ښودلی چې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د خبرو اسانچاري وکړي.

XS
SM
MD
LG