د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

د اذربایجان او ارمنستان د ځواکونو نښتې دواړو خواوو ته تلفات اړولي


د ارمنستان-اذربایجان ترمنځ پوله
د ارمنستان-اذربایجان ترمنځ پوله

د اذربایجان او ارمنستان د ځواکونو ترمنځ د نښتو په درېیمه ورځ دواړو خواوو ته تلفات اووښتي دي.

د راپورونو پر اساس، پرون اووه اذربایجاني او څلور ارمنستاني سرتېري ووژل شول.

نړیوالې ټولنې د دغو دواړو هېوادونو پر پوله د چټک اوربند غوښتنه کړې ده.

د ارمنستان او اذربایجان ځواکونو پر پوله په نښتو کې له درنو وسلو استفاده کړې ده.

په شمالي قفقاز سیمه کې دواړو ګاونډيانو پر یو بل د دې نښتو د پیلولو تور پورې کړی دی.

دوی د جولای په ۱۲مه له یو بل سره نښتې پیل کړې.

په ټوله کې د جګړې له پیل راهیسې دواړو لورو ته د شااوخوا ۱۶ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی دی.

د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌اف د جولای په ۱۳مه نېټه د دې جګړې د پیلولو بشپړ مسؤلیت د ارمنستان پر سیاسي او نظامي مشرتابه واچاوه.

د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌اف
د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌اف

ښاغلي علي‌اف وايي: "موږ به د بهرنیو هېوادونو چې په اذربایجان کې فعالیت کوي، نظامي استازو ته ډېر ژر بلنه ورکړو چې سیمې ته ورشي او په خپلو سترګو هر څه وویني."

خو د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان اذربایجان جګړې ته په لمن وهلو تورن کړ او ويې‌ویل چې دا اقدام به پرته له ځوابه پاته نه‌شي.

د اذربایجان د دفاع وزارت پرون وویل، د دې هېواد د اووه نظاميانو په ګډون دوه جنرالان پرون ووژل شول.

د ارمنستان د دفاع وزارت هم د سې شنبې په ورځ د څلورو نورو نظامیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د ارمنستان دفاع وزارت ویلي، د اذربایجان پولې ته نږدې پر بِرد ښار د اذربایجان د ځواکونو له نظامي اډې ډزې وشوې.

د دې وزارت په وینا، وروسته د ارمنستان ځواکونو دا اډه ویجاړه کړه.

دا دوه ګاونډي هېوادونه له کلونو راهیسې د نګورنو قربه‌باغ سیمې پر سر له یو بل سره لاس او ګرېوان دي.

ارشیف
ارشیف

خو وروستۍ نښتې له دې سیمې لیرې د دواړو هېوادونو ترمنځ په مستقیمه توګه شوي، دا هغه څه دي چې ساری یې کم لیدل شوی.

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، امریکا او روسیې د دوشنبې په ورځ د خبرپاڼو په خپرولو سره له دواړو لورو د ارامۍ غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG