د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

امریکايي ډاکتران: د ډونالډ ټرمپ روغتیايي وضعه په ښه کېدو ده


 ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

ډاکتران وايي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ روغتیايي وضعه په ښه کېدو ده او نن له روغتون څخه وتلی شي.

ټرمپ، چې په کرونا ویروس اخته شوی د اکټوبر له دوهمې واشنګټن ته نږدې په والټرریډ ملي پوځي روغتون کې بستر دی.

په والټرریډ روغتون کې ډاکتران د ولسمشر ډونالډ ټرمپ روغتیايي وضعه ښه بولي.

ټرمپ که څه هم دوه واره د درملنې پر مهال د اکسیجن د کمښت له ستونزې سره مخ شوی و خو ډاکتران وايي چې د ستروییدونو په مټ یې تداوي کېږي.

ډاکتران د ۷۴ کلن ټرمپ د روغتیا په اړه خوشبینه دي او ویلي یې دي چې دوشنبه له روغتونه وتلی شي.

د والټرریډ ملي پوځي روغتون یو ډاکتر شان دولي خبریالانو ته ویلي: د " ناروغ (ولسمشر ټرمپ) روغتیايي وضعه لا پسې ښه کېږي، د جمعې له سهاره تبه نه لري او حیاتي علایم یې ثابته او د قناعت وړ دي."

ټرمپ د اکتوبر له دویمې په والټرریډ روغتون کې دی.

ټرمپ له همدې روغتونه په یوه څلور دقیقه يي ویډیويي پيغام کې ویلي چې وضعیت یې ښه دی او هیله من دی ژر خپلو کارونو او پاتې کمپاین ته ستون شي.

هغه وویل: "را ستون به شم، فکر کوم ژر به راستون شم، منتظر یم لکه څنګه چې مو ټاکنیز کمپاین پیل کړی او مخته مو وړی بشپړ یې هم کړو"

ټرمپ وویل چې راتلونکې څو ورځې به اصلي امتحان وي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې ټرمپ کولای شي له همدې روغتیايي مرکزه له خپلې ځانګړې خونې کار ته دوام ورکړي.

د ټرمپ خونه په ټولو وسایلو سمباله ده او کولای شي د جمهوري ریاست ټول کارونه په کې مخته یوسي.

د ټرمپ یو دمي ناروغۍ د هغه کمپاین ته یوه ضربه بلل کېږي او له دې چې ناروغي ته یې ډېر اهمیت نه دی ورکړی د ګڼو رسنیو او خلکو پام یې ور اړولی دی.

د کویډ۱۹ معاینه د اکټوبر په اوله شپه مثتبه وختله.

ډونالډ ټرمپ او لومړۍ مېرمن میلانیا ټرمپ
ډونالډ ټرمپ او لومړۍ مېرمن میلانیا ټرمپ

دوی دواړو له هوپ هیکس سره چې د ټرمپ ستره سلاکاره ده څو واره سفر کړی و.

هوپ هیکس هم په کرونا اخته شوې.

کرونا ویروس په امریکا کې د نړۍ تر بل هر ځایه ډېر خلک مړه کړي.

که څه هم ولسمشر ټرمپ د کرونا ویروس د مدیریت په برخه کې خپله اداره بریالۍ بولي خو هلته د وروستیو شمېرو له مخې څه باندې اوه میلیونه او څلور لکه کسان په کرونا اخته شوي او له ډلې یې ۲۱۰ زره کسان مړه شوي.

XS
SM
MD
LG