د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

امریکا د ایران پر دفاع وزارت او ځینو نورو ادارو نوي بندیزونه ولګول


د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د دوشنبې په ورځ د سپتمبر په ۲۱مه نېټه دا بندیزونه په واشنګټن کې اعلان کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د دوشنبې په ورځ د سپتمبر په ۲۱مه نېټه دا بندیزونه په واشنګټن کې اعلان کړل.

امریکا د ایران پر دفاع وزارت او پر ځینو نورو ادارو نوي بندیزونه ولګول.

د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د دوشنبې په ورځ د سپتمبر په ۲۱مه نېټه دا بندیزونه په واشنګټن کې اعلان کړل.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د دوشنبې په ورځ پر ایران نوي بندیونه اعلان کړل.

دا بندیزونه د ایران د دفاع وزارت او هغو ادارو پر وړاندې اعلان شول چې د تهران له اټومي او وسلو له پروګرام سره تړاو لري.

د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، دفاع وزیر مارک ایسپر او خزانې وزیر سټيفن منوچین په دې اړه په واشنګټن کې خبرې کنفرانس ته معلومات ورکړل.

مایک پومپیو
مایک پومپیو

مایک پومپیو وویل چې د تهران تر څنګ د ونزویلا پر ولسمشر هم بندیزونه لګول شوي.

د ونزویلا ولسمشر په دې وروستیو کې د پلازمېنې کاراکاس او تهران تر منځ اړیکې پراخې کړي دي.

مایک پومپیو وویل: "نن به زه د ولسمشر د نوي امر له مخې د ایران پر دفاع وزارت او دفاعي صنعتي ادارو او رییس يې د بندیزونو اقدام وکړم، موږ همداراز د ونزویلا پر پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو بندیزونه لګوو، نیږدې دوه کاله کیږي چې په تهران کې په اداري فساد ککړو چارواکو د ونزویلا له غیر قانوني رژيم سره په همکاري د ملګرو ملتونو د وسلو له بندیزونو سرغړونه کړې ده، زموږ بندیزونه باید په نړۍ کې د یوه خبرداري په توګه واورېدل شي، که تاسو هر څوک یاست، که پر وسلو د ملګرو ملتونو له بندیزونو سرغړونه وکړئ، له بندیزونو سره به مخامخ شئ."

د امریکا د دفاع وزیر مارک ايسپر هم وویل چې امریکا پر تهران د وسلو او مهماتو تر لاسه کولو په خاطر فشارونو راوستلو ته ژمنه ده.

ده زیاته کړه: "موږ چمتو یو چې د ایران هر ډول تېري ته غبرګون وښیو او موږ پر ایران د فشار راوستلو په خاطر د امریکايي ادارې اقداماتو ته ژمن یو."

له سي این این تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې چې د دوشنبې په ماښام خپره شوه، ویلي چې د امریکا بندیزونه پر ایران د پام وړ اغېز نشي کولای.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

هغه زیاته کړه: "امریکا پر ایران خپل ټول فشارونه راوستل. امریکا هیله درلوده چې دا بندیزونه به زموږ نفوس پر ګونډو کړي خو دا کار ونه شو، دوی له همدې کبله له ایران سره د نړۍ د قدرتونو له اټومي تړونه ووتل."

د امریکا د خزانې وزیر سټيفن منوچین وویل چې دا نوي بندیزونه به د ایران اټومي اداره او له دې پروګرام سره تړاو لرونکي اشخاص هم اغېزمن کړي.

امریکا خبرداری ورکړی چې ایران ته له هره هېواده د وسلو او مهماتو لېږد به له بندیزونو سره مخامخ شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې نوی اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې تهران ته د وسلو او مهماتو پر پلورونکو بندیونه لګېږي.

ټرمپ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا د امریکا پالیسي ده چې په منځني ختيځ کې د ایران د نفوذ مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG